Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د هېواد په ختیځ کې د وروستۍ زلزلې له زیانمنو سره د ملي او نړۍوالو مرستو په دوام، تاجکستان، سویس او عزیزي خیریه بنسټ خپلې بشري مرستې لېږلې او قطر په سیمه کې د بېړنیو روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو لپاره یو ګرځنده روغتون رامنځته کړی دی.
د روسیې د بېړني حالت وزارت اعلان کړی چې دغه هېواد د افغانستان ختیځ کې زلزلهځپلو ته د بشري مرستو دویمه کڅوړه لېږلې ده.
د راپورونو له مخې، اوزبېکستان او متحده عربي اماراتو د افغانستان په ختيځو ولایتونو کې له زلزلهځپلو سره څه باندې ۳۰۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته وکړه.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند اسټيفان دوجاریک وایي چې د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) د افغانستان په ختیځ کې د زلزلهځپلو لپاره لس میلیون ډالر ځانګړي کړي دي.
پاکستان د افغانستان په ختیځ کې له زلزلهځپلو سره ۱۰۵ ټنه بشري مرسته وکړه او ترکمنستان وایي ډېر ژر به خپلې بشري مرستې افغانستان ته راولېږي.
د راپورونو له مخې، د اسټرالیا او ایرلنډ حکومتونو اعلان کړی چې د افغانستان په ختیځ کې له زلزلهځپلو سره څه باندې ۱.۵ میلیون ډالر مرسته کوي.
کابل (پژواک، ۱۲ وږی ۱۴۰۴): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) وايي چې ملګرو ملتونو تر اوسه د هېواد په
د هېواد د اقتصاد وزیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ادارو له استازو سره په یوه ناسته کې د نړۍوالې ټولنې د بشري مرستو د دوام او په ختیځ کې د وروستۍ زلزلې له زیانمنو سره د بېړنیو مرستو د چټکولو غوښتنه کړې ده.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند وایي، په زلزلهځپلو سیمو کې نن هم د ژغورنې عملیات دوام لري او په هغو سیمو کې چې چورلکې ناسته نه شي کولای، لسګونه کومانډو ځواکونه د هوا له لارې کښته شوي دي.
هند او پاکستان د هېواد په ختیځ کې د تېرې شپې زلزلې له امله له افغانانو سره د خواخوږۍ څرګندولو ترڅنګ ویلي چې د دې مرګونې پېښې له زیانمنو سره د هر ډول مرستو لپاره چمتو دي.
د ایران بهرنیو چارو وزارت د افغانستان له خلکو، په ځانګړې توګه د دغه هېواد په ختیځ کې د زورورې زلزلې له امله د مړه شوو کسانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او له ټپیانو سره د مرستې او ژغورنې برخه کې یې د هر ډول مرستې لپاره چمتووالی ښودلی دی.
د پکتیکا سیمهییز مسوولین وایي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په مالي ملاتړ د دغه ولایت ګیان ولسوالۍ کې زلزلهځپلو ته ۱۰۰۰ نوي کورونه جوړ او زیانمنو کورنیو ته وسپارل شول.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP