منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۴۸ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۷° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د افغانستان د ازادو ژورنالېستانو ټولنه: راډيوګانې د فعالیت د دوام لپاره ملاتړ ته اړتیا لري

· ۲ دقیقې لوستل · ۲۳۶ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۲۴ سلواغه ۱۴۰۴): د افغانستان د ازادو ژورنالېستانو ټولنه وايي، سره له دې چې په هېواد کې ۳۹۴ راډیوګانې فعالې دي، خو د دغو رسنیو مالي ناپایداري او د هغو د کارکوونکو د لویې برخې د حقوقي تضمین نه‌شتون، د راډیوګانو د فعالیت د دوام راتلونکی له جدي اندېښنې سره مخ کړی دی.

د یادې ټولنې په اعلامیه کې راغلي چې د فبرورۍ ۱۳مه، د راډیو نړۍواله ورځ، په افغانستان کې د دې ټولیزو رسنیو د حیاتي رول د بیاکتنې لپاره یو فرصت دی؛ هغه رول چې د معلوماتو رسولو، عامه پوهاوي او ټولنیز یووالي په پیاوړتیا کې مهم بلل کېږي.

په اعلامیه کې یادونه شوې چې راډیو لا هم د هېواد په ډېرو سیمو، په ځانګړي ډول په لرو پرتو ځایونو کې، خلکو ته د معلوماتو د لاسرسي تر ټولو اسانه او اغېزناکه وسیله ده.

د دې اتحادیې موندنې ښيي چې دا مهال په هېواد کې ۳۹۴ فعالې رادیوګانې شته او د دغو رسنیو د کارکوونکو ټول شمېر ۲۹۵۶ کسانو ته رسېږي.

شرچینه زیاتوي: «خو سره له دې د راډیوګانو له نیمایي ډېر کارکوونکي، په ځانګړي ډول په سیمه‌ییزو رسنیو کې، په رضاکارانه ډول کار کوي او منظم معاش نه لري؛ داسې وضعیت چې د راډیوګانو د فعالیت دوام او پایښت یې له جدي اندېښنو سره مخ کړی دی.»

د افغانستان د ازادو ژورنالېستانو ټولنې د دې ورځې د نمانځنې ترڅنګ، د غږيزو رسنیو د عملي او دوامدار ملاتړ او د هغو د کارکوونکو د مسلکي حقونو د تأمین پر اړتیا ټینګار کړی دی.