د کډوالۍ نړۍوال سازمان وايي چې د تېر زېږدیز کال په اوږدو کې په نړۍ کې د کډوالۍ پر لارو نږدې نهه زره کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
کابل کې د اسلامي همکاریو سازمان سفیر د ریاست الوزراء د سیاسي معاونیت د دفتر له عمومي رییس سره په لیدنه کې ویلي، دغه سازمان له افغانستان سره همکارۍ او مرستو ته لېواله دی او هڅه کوي چې په لویو بنسټيزو پروژو کې ونډه واخلي.
د افغانستان مخکیني ولسمشر حامد کرزي په اسلامي ټولنو کې د نجونو زدهکړو د فرصتونو او ننګونو په تړاو په اسلاماباد کې د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان کنفرانس د اعلامیې هرکلی وکړ او زدهکړې یې د نجونو یو مسلم حق بللی دی.
د خوړو نړیوال سازمان ویلي، چې په افغانستان کې ۱۸ میلیونه کسان خوړو ته بېړنۍ اړتیا لري.