کابل (پژواک، ۲۹ کب ۱۴۰۳): کابل کې د اسلامي همکاریو سازمان سفیر د ریاست الوزراء د سیاسي معاونیت د دفتر له عمومي رییس سره په لیدنه کې ویلي، دغه سازمان له افغانستان سره همکارۍ او مرستو ته لېواله دی او هڅه کوي چې په لویو بنسټيزو پروژو کې ونډه واخلي.
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاستالوزراء سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رییس مولوي ذاکرالله ذاکر نن په کابل کې د اسلامي همکاریو سازمان له سفیر محمد سعید العیاش سره لیدلي.
خبرپاڼه کاږي، په دغه لیدنه کې د اسلامي امارت او د اسلامي همکاریو سازمان ترمنځ پر همکاریو خبرې وشوې.
د یاد سازمان سفیر وویل، د اسلامي همکاريو سازمان له افغانستان سره همکارۍ او مرستو ته لېواله دی.
نوموړي د اسلامي امارت د ښو اړيکو او همکاریو ستاینه او یادونه وکړه او ویې ویل چې دا مهال د اسلامي همکاریو سازمان په افغانستان کې ځينې وړې رغنیزې پروژې تر کار لاندې لري او هڅه کوي چې په لویو بنسټيزو پروژو کې هم ونډه واخلي.
د خبرپاڼې په حواله، د ریاستالوزراء سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رییس له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د اسلامي همکاریو سازمان له مرستو په مننې، یاد سازمان د اسلامي نړۍ د یووالي ښه سمبول یاد کړ.
ذاکر زیاته کړه، اسلامي امارت د اسلامي اصولو په رڼا کې له ټولو هېوادونو سره د مثبتو اړیکو پلوی دی او اسلامي نړۍ دې د افغانستان په بنسټيزو، ديني، علمي او فرهنګي پروژو کې ونډه واخلي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د دغې لیدنې په پای کې د کابل د چهاراسیاب ولسوالۍ د قومي مخورو د وړانديز او د ریاست الوزراء د سیاسي معاونیت په همغږۍ او هڅو د اوبورسولو د یوې شبکې او د یوه جومات د نیمګړو چارو بشپړولو په موخه د اسلامي همکاریو د سازمان د سفیر او د سیاسي معاونیت د دفتر د عمومي رئيس ترمنځ تړون لاسلیک شو چې پر بنسټ به یې د یادې پروژې چارې د اسلامي همکاریو سازمان له خوا بشپړې شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP