منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۲۷ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د کډوالۍ نړۍوال سازمان: نړۍ کې تېر زېږدیز کال د کډوالو لپاره مرګونی کال و

· ۱ دقیقه لوستل · ۳۲۳ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۲ وری ۱۴۰۴): د کډوالۍ نړۍوال سازمان وايي چې د تېر زېږدیز کال په اوږدو کې په نړۍ کې د کډوالۍ پر لارو نږدې نهه زره کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان په یوه راپور کې ویلي چې د دغه سازمان له خوا راټول شوي معلومات ښیي چې د تېر ۲۰۲۴ زېږدیز کال په اوږدو کې ۸۹۳۸ کسان د کډوالۍ په لارو کې ژوند له لاسه ورکړی.

راپور کې ویل شوي چې تېر زېږدیز کال د کډوالو لپاره تر ټولو مرګونی کال و او د وړم کال په پرتله یې د مرګونو شمېر لوړ و.

د راپور له مخې، په نړۍ کې ۲۰۲۳ زېږدیز کال ۸۷۴۷ کسان د کډوالۍ په لارو کې مړه شوي دي.

د راپور په حواله، یاد شمېر کسانو د تاوتریخوالي له امله کډوالۍ ته مخه کړې وه.