د کورنیو چارو وزارت سرپرست وایي چې هېواد له لسیزو جګړو او ناکراريو وروسته منسجم شوی او نور به چا ته اجازه ور نه کړي چې د قومونو ترمنځ نفاق ته لمن ووهي.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر وایي، ا.ا د یووالي او ابادۍ پخه اراده کړې، د غچ اخیستو فکر نه لري او نه چا ته اجازه ورکوي غچ واخلي او زیاتوي، پرمختګ هغه مهال ممکن دی چې ولس نظام او نظام ولس د ځان وبولي.
ننګرهار کې ځینو مخورو د کورنیو چارو وزارت له سرپرست سره لیدنه کې غوښتنه کړې چې د نجونو زدهکړې دې پيل شي، ملت باید په حکومت کې ځانونه وویني او کار دې د کار اهل ته وسپارل شي.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست د ملګرو ملتونو سرمنشي له مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، د ښځو د تعلیم او کار برخو کې دایمي محرومیت مطرح نه دی، خو د نظرونو اختلاف شته چې حل به شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP