Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
سیمهییز مسوولین وایي، د کونړ ولایت په وټهپور ولسوالۍ کې د څه باندې ۲۳ میلیون افغانیو په لګښت د یوه کانال بیارغولو او د یوه سربند جوړولو چارې پیل شوې.
د ملي پراختیا شرکت مسوولین وایي چې د بلخ په کلدار ولسوالۍ کې د قوشتیپې کانال د سربند چارې ۴۰ سلنه مخ ته تللې او پاتې به تر راتلونکي کال پورې بشپړې شي.
غزني کې سیمهییزمسوولین وایي چې دغه ولایت کې د ۴۰۰ زره امريکايي ډالرو په لګښت یو سربند او پنځه استنادي دېوالونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې د کرنې او خوړو نړۍوال سازمان په مالي ملاتړ د ۴۲۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د یوه چکډيم او یوه سربند جوړېدو چارې پای ته ورسېدې.
د پکتیا ولایت په سیدکرم ولسوالۍ کې د ۱۰ میلیون افغانیو په لګښت د یوه سربند د جوړولو چارې پيل شوې.
د پکتيا په جانيخېلو ولسوالۍ کې د سل زره امريکايي ډالرو په لګښت د يوه سربند جوړوېدو چارې پيل شوې.
د ننګرهار د کرنې رياست له لوري د یواېنډیپي ادارې په پنځه ميليون افغانيو مالي لګښت د دغه ولایت په سرهرود ولسوالۍ کې د اوبو يوه سربند جوړولو چارې پيل شوې.
د پکتيا حکومتي مسوولين وايي چې د سل زره امريکايي ډالرو په لګښت د دغه ولایت په مرکز ګردېز کې د يوه سربند جوړولو چارې پيل شوې.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن