ژبه

د ننګرهار په سره‌رود ولسوالۍ کې د يوه سربند جوړولو کار پيل شو

جلال‌اباد (پژواک، ۲۹ وږی ۱۴۰۱): د ننګرهار د کرنې رياست له لوري د  یو‌اېن‌ډی‌پي ادارې په پنځه ميليون افغانيو مالي لګښت د دغه ولایت په سره‌رود ولسوالۍ کې د اوبو يوه سربند جوړولو چارې پيل شوې.

چارواکي وايي، د دغه سربند په جوړېدو سره به لږ تر لږه ۱۰۰۰ جريب ځمکه خړوبه شي او د سېلابونو د ګواښ مخه به هم ونيول شي.

د ننګرهار د کرنې رياست مرستيال قاري فضل الرحمن صادق د وږي په ۲۹مه د یاد سربند پرانیستې په مراسمو کې وويل، د سره‌رود ولسوالۍ د بالاباغ په سيمه کې د اوبو يوه سربند جوړېدو کار پيل شو.

هغه زياته کړه، د دغه سربند جوړېدو چارې به درې مياشتې وخت ونيسي او د ملګرو ملتونو پرمختیايي ادارې (UNDP) له خوا به پرې پنځه ميليون افغانۍ ولګول شي.

دی وايي، دغه سربند ۵۵۰ متره اوږودوالی لري چې په اساسي ډول جوړيږي او ترڅنګ يې دوه پولګوټي (پلچکونه) او يو ترناب هم جوړېږي.

د قاري صادق په وينا، د دغه سربند له جوړېدو سره به د بالاباغ سيمې شاوخوا ۱۰۰۰ جريب ځمکه خړوبه شي او دغه راز به ګڼې ځمکې د سېلاب له زيانونو هم په امن کې شي.

د سيمې اوسېدونکي د دغه سربند پر جوړېدو خوښ دي.

يو قومي مشر ملک اول خان دا سربند د دې سيمې لپاره ډېر ګټور ياد کړ او زياته يې کړه چې اوسمهال شاوخوا زر جريبه ځمکه د اوبو له کمښت سره مخ ده چې د سربند له جوړېدو سره به ټوله ځمکه خړوبه شي.

د ننګرهار د کرنې رياست چارواکي وايي، هڅه کوي چې د نړۍوالو ادارو په مالي ملاتړ د دغه ولايت په يو شمېر نورو سيمو کې هم ورته سربندونه جوړ کړي.