Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د ټولګټو وزارت وایي چې د ۱۵۹ میلیون افغانیو په لګښت د بلخ له مرکز مزارشریف څخه د سمنګان ولایت دره صوف ته د غځېدلي سړک د بیارغونې چارې پیل شوې.
هرات ښار کې نن د هرات ښاروالۍ له لوري د ځمکې لاندې سړک جوړولو لومړنۍ پروژې چارې د ځايي چارواکو په حضور کې پيل شوې.
سیمهییز مسوولین وایي چې د کندهار ښار په نهمه ناحیه د ۷۰ میلیون افغانیو په لګښت د درېنیم کیلومتره سړک رغولو چارې پيل شوې.
د هلمند سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په کجکي ولسوالۍ کې د څه باندې ۱۵ میلیون افغانیو په لګښت د ۱۴ کیلومتره سړک د ترمیم او جغلاچونې چارې بشپړې شوې دي.
د نیمروز د مرکز زرنج ښار ښاروالۍ د څه باندې ۳۸ میلیون افغانیو په لګښت د نږدې دوه کیلومتر سړک پخولو چارو له پیلېدو خبر ورکړی دی.
خوست ښار کې د ۲۱ میلیون افغانیو په لګښت د نږدې یونیم کیلومتر سړک جوړولو چارې پیل شوې.
د غزني ښاروالي وایي چې د دغه ولایت په مرکز کې د ۲۴ میلیونه افغانیو په لګښټ د ۱.۸ کیلومتره سړک د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د هرات ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د صنعتي ښارګوټي د عمومي سړک پخولو پروژې چارې د نږدې ۵۱ میلیون افغانیو په لګښت پيل شوې.
د فراه ولایت مقام وایي چې د دغه ولایت په مرکز فراه ښار کې د نږدې ۳۰ میلیون افغانیو په لګښت د یوه سړک پراخولو چارې پیل شوې.
د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار کې د ۱۵ میلیون افغانیو په لګښت د څه باندې یونیم کیلومتر سړک د کانکرېټولو چارې پیل شوې.
د غزني ولايت په مربوطاتو کې د ۲۰۰ میلیون افغانیو په لګښت د کابل – کندهار عمومي سړک د دواړو غاړو (شولډر) جوړولو چارې پيل شوې.
خوست کې سیمهییزمسوولین وایي چې دغه ولایت کې د ۲۲ میلیون افغانیو په لګښت د یوه سړک د جوړولو چارې بشپړې شوې او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP