Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
پر افغان کډوالو د محدویتونو زیاتېدو په تړاو د پاکستاني چارواکو د وروستیو څرګندونو په دوام، په پاکستان کې د افغانستان سفارت اعلان کړی دغه ډول څرګندونې د دواړو هېوادونو ترمنځ د بېباورۍ فضا پیاوړې کوي.
د بهرنیو چارو وزارت وايي، افغانستان ته د روسیې وروستي پلاوي سفر به د هغه هېواد د ممنوعه ډلو له لېسته د «طالبانو تحریک» نوم لرې کولو او د اسلامي امارت او روسیې ترمنځ د سیاسي اړیکو لا پراختيا ته زمينه برابره کړي.
د افغانستان لپاره د بریتانیا سفارت شارژدافېر وایي چې اوسني رامنځته شوي شرایط د بشري مرستو ترڅنګ د اقتصادي او سیاسي مسایلو پراختیا لپاره یو ښه فرصت دی.
د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست اروزګان ته په سفر کې ویلي، په هېواد کې د هر ډول زدهکړو لپاره زمینه برابره شوې او خلکو ته په کار ده چې له دغه فرصته ګټه واخلي.
د اروپایي ټولنې شارژدافیرې، د افغانستان د ریاستالوزرا له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي چې دغه ټولنه د افغانستان له خلکو سره بشري مرستو ته دوام ورکوي او دغه بهير بايد سياسي نه شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP