د میدانوردګو ولایت په لومړۍ حصه بهسود ولسوالۍ کې نن د ورزش امریت او وزلوبې فدراسیون له لوري د وزلوبې خزاني سیالۍ پیل شوې.
سمنګان کې مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د «ووینام» شپږم پړاو سیالۍ چې په کې لسګونو ورزشکارانو ګډون کړی و، پای ته ورسېدې.
بغلان کې د افغانستان کرکټ بورډ له لوري د ۱۶ کلنو لوبډلو ترمنځ د کرکټ غوراوي سیالۍ پیل شوې.
د کرکټ نړۍوال جام سیالۍ د افغانستان په ګډون د لسو هېوادونو د کرکټ لوبډلو ترمنځ نن پیلېږي چې لومړۍ لوبه به د نیوزلینډ او انګلستان ترمنځ ترسره شي.
په کابل کې د ۲۱ ولایتونو د ۷۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو لومړی پړاو ملي لوبډلو لپاره ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې چې اته ورځې به دوام وکړي.
د غزني سیمهییزمسوولین وايي چې د دودیزو لوبو د ودې او پراختیا په موخه د دغه ولایت د مرکز په ګډون د څلورو ولسوالیو ترمنځ د نیزې وهنې سیالۍ ترسره شوې.
خوست کې د لومړي ځل لپاره د معلولينو «ويلچر باسکيټبال» يو ورځنی سيالۍ ترسره شوې.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د احمدشاه ابدلي فرسټ کلاس شپږم پړاو «څلور ورځنۍ» سیالۍ سبا پیلېږي.
تخار کې ورزشي مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د فوټبال غوره لیګ سیالۍ د لسو لوبډلو په ګډون پيل شوې وې چې د شیوا لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
بامیان کې د ورزش مسوولین وایي، د شپږو ولایتونو ورزشکارانو ترمنځ د «فول رزم» سیالۍ د بلخ ولایت په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د کندوز ورزشي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د انټرکلب ۲۵ اوریزې سیالۍ پیل شوې.
د میدان وردګو په مرکز میدانښار کې د دغه ولایت په کچه ۱۸ کرکټ لوبډلو ترمنځ انټرکلب سیالۍ د منګل زلمي ټیم په بریا سره پای ته ورسېدې.