ایبک (پژواک، ۶ لړم ۱۴۰۲): سمنګان کې مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د «ووینام» شپږم پړاو سیالۍ چې په کې لسګونو ورزشکارانو ګډون کړی و، پای ته ورسېدې.
د سمنګان د بدني روزنې امر محبالله محبي پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغه ولایت کې د ووینام سیالۍ چې له پنځو کلپونو ۴۰ ورزشکارانو په کې ګډون کړی و، تېره ورځ د خالد بن ولید کلپ په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو یوه ګډونوال کفایتالله چې خپل سیال ته په ۵۲ کیلو وزن ماتې ورکړې وایي، د داسې سیالیو تر سره کېدل راتلوونکو سیالیو ته ورزشکاران هیلهمند کوي او دغه راز د دې رشتې د ودې لامل هم کېږي.
په دغو سیالیو کې یو بل ګډونوال اکرامالدین رحماني له ورزشي مسوولینو غواړي چې له ورزشکارانو ملاتړ وکړي او داسې سیالۍ دې ډېرې کړي، څو ورزشکاران د دې ورزشي رشتې کې لاسته راوړنې ولري.
بلخوا په سمنګان کې د ووینام فدراسیون استازي عظمالدین افضل د یادې سیالۍ ترسره کېدو موخه د لوبغاړو غوراوی او د هغوی ترمنځ د اتحاد او ورورګلوي رامنځته کول وبلل.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن