د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۰ ولسوالیو لوبډلو ترمنځ د کبډي سیالۍ پیل شوې چې ۲۲ ورځې به دوام ولري.
بلخ کې ورزشي مسوولين وايي چې د افغان او پاکستاني ورزشکارانو په ګډون د«کې ون کېک بوکسېنګ» دويم پړاو سيالۍ د دغه ولايت مرکز مزارشريف ښار کې ترسره شوې.
د پکتیا د بدنې روزنې او ورزش ریاست وايي چې په دغه ولایت کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د پیمان لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د زونونو په کچه د معلولیت لرونکو لوبغاړو ترمنځ د راتلونکې مارچ میاشتې په لومړۍ نېټه په کندهار کې د کرکټ شلاوریزه سیالۍ پیلېږي.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د وزیر محمداکبرخان لومړۍ درجه ولایتي یو ورځنۍ سیالۍ نن پیل شوې.
بامیان کې ورزشي مسوولین وایي، دغه ولایت کې د سلګونو ورزشکارانو په حضور کې د ملي او دودیزو لوبو سیالۍ پيل شوې نن د غوره لوبغاړو په معرفي کېدو سره پای ته ورسېدې.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې په روان ۲۰۲۴ کال کې د شپږیزه کرکټ لیګ او د افغانستان پریمر لیګ «APL» سیالۍ ترسره کېږي.
د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار مرکزي جمنازیوم کې د ښاروالۍ په مالي ملاتړ د فوټسال څلورم پړاو سیالۍ پیل شوې چې ۱۵ ورځې به دوام وکړي.
د غزني د ورزش امریت وایي، د دغه ولایت په مرکز کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.
کابل کې د لسو ولایتونو ورزشکارانو ترمنځ د لامبو وهلو او واټر پولو برخه کې د ملي لوبډلې لپاره ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي چې د کابل ښار د فوټسال الف لیګ سیالۍ د ۱۸ ټیمونو په ګډون پیل شوې چې په لومړۍ ورځ یې دلاور ترکمنزاده ټیم شهید پناه ته او ایثار ټیم مخابراتو ټیم ته ماتې ورکړه.
بغلان کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ چې لس ورځې مخکې پیل شوې وې، د کهکشان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP