ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

روان ۲۰۲۴ کال کې شپږیزه کرکټ لیګ او د افغانستان پریمر لیګ سیالۍ ترسره کېږي

روان ۲۰۲۴ کال کې شپږیزه کرکټ لیګ او د افغانستان پریمر لیګ سیالۍ ترسره کېږي

author avatar
18 Feb 2024 - 15:43
روان ۲۰۲۴ کال کې شپږیزه کرکټ لیګ او د افغانستان پریمر لیګ سیالۍ ترسره کېږي
author avatar
18 Feb 2024 - 15:43

کابل (پژواک، ۲۹ سلواغه ۱۴۰۲): د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې په روان ۲۰۲۴ کال کې د شپږیزه کرکټ لیګ او د افغانستان پریمر لیګ «APL» سیالۍ ترسره کېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات له پژوک اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې د شپږیزې کرکټ لیګ سیالیو لپاره یوه کمېټه جوړه شوې او خبرې روانې دي، څو دغه لوبې له شل اوریز نړۍوال جام سیالیو مخکې ترسره شي.

هغه زیاته کړه چې د کرکټ شل‌اوریزه نړیوال جام سیالۍ د روان کال په جون میاشت کې ترسره کېږي او کرکټ بورډ هڅه کوي چې شپږیزه کرکټ لیګ سیالۍ له یاد جامه مخکې ترسره کړي.

نوموړي دا هم وویل چې د افغانستان پریمر لیګ (APL) کرکټ سیالیو لپاره بېله کمېټه جوړه شوې څو دغه لیګ هم ترسره شي.

هغه زیاته کړه چې د «APL» لیګ په اړه له نړۍوالو کمپنیو سره خبرې روانې دي او د یو ښه مالي ملاتړکوونکي له پيدا کېدو وروسته به دغه لیګ د ۲۰۲۴ کال په وروستیو میاشتو کې ترسره شي.

د کرکټ بورډ ویاند وویل، اوس مهال په ټول هېواد کې د کرکټ بورډ اړوند شاوخوا ۲۵ اکاډمۍ شته چې ویشتن‌ځای او مساحت ته په کتو سره په هرې اکاډمي کې له ۴۰۰ څخه نیولې تر ۵۰۰ پورې لوبغاړي د مسلکي کرکټ پر زده‌کړه بوخت دي.

دی وایي، د دولتي کرکټ اکاډمیو ترڅنګ په هېواد کې یو شمېر خصوصي اکاډمۍ هم شته چې سلګونه کسان په کې د مسلکي کرکټ په زده‌کولو بوخت دي.

نوموړی وایي، کرکت بورډ په روان میلادي کال کې پلان لري چې لغمان، تخار، بدخشان، بلخ، هرات، میدان‌وردګو او پکتیکا ولایتونو کې د کرکټ نوې اکاډمۍ جوړې کړي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، کرکټ بورډ په ننګرهار کې دوه، کونړ، کابل، هلمند، زابل، کندهار، کندوز، خوست او په پکتیا کې بیا د کرکټ یو یو لوبغالی لري چې د داخلي لوبو مهمې سیالۍ په کې ترسره کېږي.

هغه زیاته کړه، په لنډ وخت کې به په لغمان او لوګر ولایتونو کې هم د نوو لوبغالو جوړېدو چارې پیل شي.

نوموړی وایي، روان میلادي کال به ۶۰ هغه لوبغاړي چې په کورني کرکټ کې ښه ځلېدلي، په کابل کې د ظرفیت لوړونې مرکز ته معرفي او د توپوهنې برخه کې به کار وشي.

هغه زیاته کړه چې یاد لوبغاړي به په راتلونکي کې د ملي لوبډلې توپوهنې برخه کې هر «پوزیشن» ته چمتو شي او که کوم لوبغاړي ته په ملي لوبډله کې ستونزه پیدا کېږي، نو له دغه مرکزه به یې پر ځای بل لوبغاړی ورته انتخابېږي.

نوموړی وایي، کرکټ بورډ ته د کرکټ له نړۍوالې او اسیایي شوراګانو سربېره یوه ټاکلې اندازه بودجه د افغان حکومت له لوري هم ورکول کېږي.

سادات زیاته کړه، پر یاد شوو ادارو سربېره د افغانستان کرکټ بورډ د نړۍوالو او داخلي لوبو په لړ کې له مالي ملاتړکوونکو هم یوه اندازه پیسې ترلاسه کوي.

 هغه وایي، کرکټ بورډ چې له بېلابېلو لارو بودجه ترلاسه کوي، یاده بودجه د کلني پلان مطابق هرې برخې ته، لکه داخلي او نړۍوالو لوبو، د لوبغالو جوړولو، د رسنیو برخې، د لوبغاړو د ظرفیت لوړولو او کارکوونکو د معاشونو لپاره ځانګړې کېږي.

هغه وویل چې د کرکټ بورډ بودجه هر کال توپیر کوي؛ ځکه د کرکټ نړۍواله او اسیایي شوراګانې خپلو عوایدو ته په کتو د ټولو کرکټ بورډونو لپاره بودجه ټاکي، خو د افغانستان بودجه د پخوا په پرتله څو برابره زیاته شوې ده.

نوموړی وایي، کرکټ بورډ ۳۵۰ کارکوونکي لري چې په دې کې د اداري او تخنیکي کارکوونکو سربېره روزونکي هم شامل دي.

Views: 57

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.