کابل (پژواک، ۶ کب ۱۴۰۲): د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د زونونو په کچه د معلولیت لرونکو لوبغاړو ترمنځ د راتلونکې مارچ میاشتې په لومړۍ نېټه په کندهار کې د کرکټ شلاوریزه سیالۍ پیلېږي.
دې ادارې نن پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګې د کلني مهالوېش له مخې د «شهید نجیبالله ترهکي» په نوم د زونونو په کچه د معلولیت لرونکو وګړو ترمنځ د کرکټ شلاوریزې سیالۍ پیلېږي.
سرچینې ویلي، دغه دوولسم پړاو سیالۍ د روان ۲۰۲۴ کال د مارچ په لومړۍ نېټه پیلېږي او د همدې میاشتې تر اتمې نېټې پورې به د کندهار په کرکت لوبغالي کې د پنځو زونونو د منتخبو لوبډلو ترمنځ دوام ولري.
کرکټ بورډ زیاته کړې، په دغو سیالیو کې به د مس عینک، بند امیر، بست، سپینغر او امو زونونو لوبډلې ګډون ولري.
سرچینې ویلي، دا به د روان کال په ترڅ کې د کورني کرکټ درېیم ټورنمنټ وي چې د مهالوېش له مخې به ترسره شي او له دې وروسته به د زونونو په کچه میرویس نیکه درې ورځنۍ او ګڼ شمېر نورې سترې کورنۍ سیالۍ هم ترسره شي.
د یادونې ده، تېر کال د یادو سیالیو اتلولي د سپینغر زون لوبډلې ګټلې وه.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن