Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
رسنیو راپور ورکړی چې د هسپانیا د ختیځ په وژونکي سېلاب کې د مړه شوو کسانو شمېر ۲۲۰ ته رسېدلی او نږدې ۸۰ نور نادرکه دي.
بدخشان کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د مرکز فیضاباد ښار د لسمې ناحیې په مربوطاتو کې د سېلاب راتلو له امله یو کس مړ شوی دی.
د ټالینډ چارواکي وايي چې د دغه هېواد په څو ایالتونو کې د سېلابونو راتلو له امله لږ تر لږه ۲۲ کسان مړه او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.
بدخشان کې ځايي مسوولین وايي چې تېره شپه د دغه ولایت د مرکز په مربوطاتو کې د سخت باران او سېلاب راتلو له امله د یوې کورنۍ ۱۰ غړي مړه شوي دي.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي چې بغلان، تخار، بدخشان، هرات او غور ولایتونو کې د سېلابونو له امله ۱۶۲ کسان مړه او ۲۲۶ نور ټپیان شوي او دغه راز ۸۸۰۰ کورونه په قسمي او بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.
ځايي مسوولین وايي، په اروزګان او هلمند ولایتونو کې د سېلابونو او د خونې چتونو لوېدو پېښو کې شپږ کسان مړه او درې نور ټپيان شوي دي.
هلمند کې مسوولین وايي چې د دغه ولایت په کجکي ولسوالۍ کې د سېلاب له امله د یوه کور اووه غړي مړه شوي دي.
د سمنګان ځايي مسوولین وايي چې د سېلاب او غره ښویېدو له امله د اېبک – مزارشریف لویه لار د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.
سرپل کې ځايي مسوولین وایي د دغه ولایت په سوزمهقلعه ولسوالۍ کې د سېلاب راوتلو له امله یوه ښځه او یو ماشوم مړه شوي دي.
د خوست په اسماعيلخېلو مندوزيو ولسوالۍ کې يو موټر سېلاب وړی چې له امله د يوې کورنۍ پنځه غړي مړه شوي دي.
د مېدان وردګو ولایت د طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي رییس مولوي فیضالله جلالي وايي، په دغه ولایت کې پرون بیا سېلابونه راوتلي او لږ تر لږه ۳۰ کورونه يې نړولي دي.
په هلمند ولایت کې وروستیو بارانونو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP