ژبه

خوست کې سېلاب د یوې کورنۍ پنځه کسان مړه کړي

خوست‌ښار (پژواک، ٧ زمرى ١٤٠٢): د خوست په اسماعيل‌خېلو مندوزيو ولسوالۍ کې يو موټر سېلاب وړی چې له امله د يوې کورنۍ پنځه غړي مړه شوي دي.

د خوست د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رييس مولوي دوست‌محمد هلال پژواک خبري اژانس ته وويل، دا پېښه تېر ماښام د اسماعېل‌خېلو مندوزيو ولسوالۍ په مربوطاتو کې شوې ده.

نوموړي وويل، په مړه شوو کسانو کې مور، پلار او درې ماشومان چې عمرونه يې د شپږو او لسو کلونو ترمنځ دي، شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د هېواد په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم سېلابونو مالي او ځاني زيانونه واړول.

پر خوست سربېره ميدان‌وردګ، کابل، پکتیا، کونړ، نورستان، غزني او ننګرهار هغه ولايتونه چې وروستیو سېلابونو زيانمن کړي دي.

ورته موضوع