Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
{{#message}}{{{message}}}{{/message}}{{^message}}Your submission failed. The server responded with {{status_text}} (code {{status_code}}). Please contact the developer of this form processor to improve this message. Learn More{{/message}}
{{#message}}{{{message}}}{{/message}}{{^message}}It appears your submission was successful. Even though the server responded OK, it is possible the submission was not processed. Please contact the developer of this form processor to improve this message. Learn More{{/message}}
Submitting…
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د کندهار نېښ ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي روغتیايي خدماتو له نه لاسرسي شکایت کوي او وايي، په دې ولسوالۍ کې یوازې یو روغتیايي مرکز دی چې امکانات یې کم دي او ټولو خلکو ته خدمات نه شي وړاندې کولی.
یو شمېر مسافر شکایت کوي چې پاکستاني ځواکونو د سپینبولدک – چمن دروازه کې له شاوخوا یوې اونۍ راهیسې شرایط سخت کړي دي.
د هلمند ګرمسېر ولسوالۍ د بینادر او صفار سیمو یو شمېر خلک وايي چې روغتيايي خدماتو ته سم لاسرسی نه لري خو روغتیايي مسوولین د هغوی دغه ادعا ردوي او زیاتوي چې د ګرمسېر ټولو سیمو کې روغتيايي مرکزونه شته.
د غزني ولایت یو شمېر اوسېدونکي د انټرنېټي خدمتونو له خراب کیفیته شکایت کوي خو مسوولین وایي، په غزني ښار کې ۱۲ نوې مخابراتي پایې نصب شوې او ډېر ژر به انټرنېټي ستونزې حل شي.
د بلخ مرکز مزارشریف ښار کې یو شمېر کارګر د کار له کموالي شکایت کوي او له حکومته په دایمي توګه د کاري فرصتونو برابرولو غوښتنه کوي.
د دایکنډي ولایت د مرکز نیلي ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د دغه ښار ډېری څاهګانې وچې شوې او دوی د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.
د بلخ ولایت یو شمېر اوسېدونکي وایي، که څه هم د ډالرو ارزښت د افغانيو پر وړاندې ټیټ شوی خو د نفتي توکو بیې لا هم لوړې دي او د کنټرول غوښتنه یې کوي.
د هلمند یو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي چې په دغه ولایت کې د درملو کیفیت خراب دی؛ ځکه ناروغان يې نه ورسره ښه کېږي خو حکومتي مسوولین بیا وايي، د درملو کیفیت څاري او له سرغړونکو سره به قانوني چلند کېږي.
د هرات یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د هوا په ګرمېدو سره په دغه ولایت کې د برېښنا پرچاوۍ هم ډېرې شوې چې خلک یې له ستونزو سره مخ کړي دي.
د بادغیس د غورماچ ولسوالۍ اوسېدونکي په دې ولسوالۍ کې د مجهز روغتیایي مرکزونو له نشتوالي شکایت کوي خو د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست وایي، د دې ستونزې د حل لپاره یې اقدام کړی دی.
په داسې حال کې چې د اوبو کمښت اوس په هېواد کې یوه لویه ستونزه ده، د هرات اوسېدونکي وايي چې د څښاک اوبو له کمښت سره مخ دي او له مسوولینو غواړي چې دې ستونزې ته یې رسېدنه وکړي.
فاریاب کې د خټکیو د حاصلاتو راټولولو موسم رارسېدلی، خو د دغه ولایت یو شمېر کروندګر د خپلو حاصلاتو د خرڅلاو لپاره د بازار او د ساتنې لپاره یې د سړوخونو له نشتوالي شکایت لري.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن