ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات ښاریان د برېښنا پرچاوۍ له زیاتېدو شکایت کوي

22 Aug 2023 - 17:05
22 Aug 2023 - 17:05

هرات (پژواک،۳۱ زمری ۱۴۰۲): د هرات یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د هوا په ګرمېدو سره په دغه ولایت کې د برېښنا پرچاوۍ هم ډېرې شوې چې خلک یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

د هرات ښار اوسېدونکي شکایت کوي چې له کلونو راهیسې یې د ژوند ټولې چارې له برېښنا سره تړل شوې او د برېښنا نشتوالی یا پرچاوۍ د دې لامل کېږي څو د څښاک کافي اوبو او د ګرمۍ پر مهال یخچال او داسې نورو برقي وسایلو ته په سمه توګه لاسرسی ونه لري.

د هرات درېیمې ناحیې یو اوسېدونکی سید حجت‌الله له پژواک سره خبرو کې د دغه ولایت له برېښنا ریاسته غواړي څو برېښنا د ښار په ټولو ناحیو کې په متوازن ډول ووېشي.

هغه د هرات له نورو اوسېدونکو هم غواړي چې په اوړي کې د برېښنا په کارونه کې سپما وکړي څو ټول ترې برخمن شي.

د هرات د څلورمې ناحیې یو اوسېدونکی محمدقاسم وايي چې په دې وروستیو کې په یوه شپه او ورځ کې درې تر څلور ساعته هغه هم په غیرمنظم ډول برېښنا ته لاسرسی لري او د برېښنا نشتوالی د دې لامل شوی څو د څښاک اوبو ته هم لاسرسی ونه لري.

د هغه په خبره، اوس مهال د ټولو خلکو وسایل برقي شوي او برېښنا ریاست اړ دی څو د پرچاویو ستونزه هواره او یا هم برېښنا منظمه کړي.

د هرات بل اوسېدونکي صفی‌الله پژواک ته وویل چې برېښنا ریاست مسوولیت لري څو دغه په ولایت کې د پرچاویو ستونزه حل کړي.

هغه وویل، دا مهال د خلکو د ژوند ټولې چارې له برېښنا سره تړلې چې پرچاویو د خلکو ستونزې ډېرې کړې دي او ځیني وخت د څښاک اوبو ته هم لاسرسی نه لري.

هغه زیاته کړه: «دې وروستیو ورځو کې د برېښنا پرچاوي ډېره شوې او له برېښنا ریاسته غواړو چې هرڅومره ژر دغه ستونزه حل کړي څو خلک له ننګونو سره مخ نه شي.»

ومو غوښتل د خلکو د یادو ستونزو په‌ تړاو د هرات ولایت د برېښنا ریاست نظر هم ولرو، خو له پرله پسې هڅو، ونه توانېدو.

په ورته مهال، د هرات سیمه‌ییزه اداره که څه‌ هم دغه ستونزه مني، خو د برېښنا د پرچاوۍ لامل د د تودوخې درجې لوړوالی او د ښاریانو له لوري د برېښنا ډېره کارونه ده.

د هرات د والي ویاند نثاراحمد الیاس له پژواک سره خبرو کې د دغه ولایت له اوسېدونکو وغوښتل چې د برېښنا په کارونه کې سپما وکړي.

الیاس زیاته کړه چې حکومت اړ دی چې د برېښنا د پرچاوۍ ستونزې هوارولو په اړه د خلکو غوښتنه ومني او دغه ستونزه ژر تر ژره حل کړي.

د هرات ولایت د برېښنا ډېره برخه وارداتي ده چې له ایران او ترکمنستان هېوادونو واردیږي او د دغه ولایت د برېښنا ریاست د معلوماتو پر بنسټ، په دغه ښار کې د برېښنا ستونزې بشپړ هوارېدو لپاره هرات ۳۰۰ مېګاواټه برېښنا ته اړتیا لري خو اوسمهال د دغه ښار ۷۰ تر ۷۵ سلنه برېښنا د وارداتي برېښنا په ګډون له سلما بنده تامینیږي او لا هم هرات کې ۳۰ سلنه برېښنا کمه ده.

کارپوهان پر دې باور دي چې په اوسنیو شرایطو کې د وارداتي برېښنا په کارونه کې سپما یوه اړتیا ده او باید ټول ښاریان له برېښنايي وسایلو کمه استفاده وکړي.

هرات ښار کې د اقتصادي چاروپوه مسعود یاسیني وايي چې خلک باید په خپلو کورنو کې له بایلرونو په سمه توګه ګټه واخلي.

Views: 17

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version