ننګرهار کې د برېښنا پرچاوۍ له امله له نيمايي ډېرې فابريکې تړل شوې دي
د ننګرهار ولايت فابريکهلرونکي او د صنعت او کانونو خونه وايي، د برېښنا پرچاوۍ له امله تر نيمايي ډېرې فابريکې تړل شوې چې ورسره له ۱۰ زرو ډېر کسان هم وزګار شوي دي.
د ننګرهار ولايت فابريکهلرونکي او د صنعت او کانونو خونه وايي، د برېښنا پرچاوۍ له امله تر نيمايي ډېرې فابريکې تړل شوې چې ورسره له ۱۰ زرو ډېر کسان هم وزګار شوي دي.
د افغانستان برېښنا شرکت وایي، د برېښنا پرچاوۍ ستونزې د بېړني حل په موخه د ترکمنستان وارداتي برېښنا یو سرکټ له کابل سره ونښلول شو.
د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار اوسېدونکي وايي چې د ازبکستان وارداتي برېښنا پرې کېدو دوی له ستونزو سره مخ کړي او پر حل کېدو یې ټینګار کوي.