ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د برېښنا پرچاوۍ له امله له نيمايي ډېرې فابريکې تړل شوې دي

ننګرهار کې د برېښنا پرچاوۍ له امله له نيمايي ډېرې فابريکې تړل شوې دي

author avatar
18 Dec 2022 - 14:12
ننګرهار کې د برېښنا پرچاوۍ له امله له نيمايي ډېرې فابريکې تړل شوې دي
author avatar
18 Dec 2022 - 14:12

جلال‌اباد (پژواک، ۲۷ لېندۍ ۱۴۰۱): د ننګرهار ولايت فابريکه‌لرونکي او د صنعت او کانونو خونه وايي، د برېښنا پرچاوۍ له امله تر نيمايي ډېرې فابريکې تړل شوې چې ورسره له ۱۰ زرو ډېر کسان هم وزګار شوي دي.

د دغو فابريکو مسوولين غوښتنه کوي چې حکومت دې د وارداتي برېښنا د ستونزې حل لپاره ژر تر ژره جدي اقدام وکړي.

د ننګرهار د صنعت او کانونو خونې د معلوماتو له مخې، په دغه ولايت کې شاوخوا ۴۰۰ لويې او وړې فابريکې شته چې څه يې په جلال‌اباد ښار او لسګونه يې په شيخ مصري صنعتي پارک کې دي.

د دغې خونې اجرايوي رييس اجمل شمس نن (د لېندۍ ۲۷مه) پژواک اژانس ته وويل، د برېښنا پرچاوۍ له امله تر نيمايي ډېرې فابريکې فعاليت نه کوي.

هغه وايي، د اوسپنې ویلولو، ګول‌سیخ جوړولو، شوکاڼي پروسس کولو، غوړیو تولید او ځینې نورې لویې فابریکې بندې شوې او کوچنیو فابريکو هم چې ډېر کارونه یې پر برېښنا ترسره کېږي، خپل فعاليتونه درولي دي.

دی زياتوي: «تقريباً ډېرې يې تړلې دي، ځکه هغه لويې فابريکې چې په جنراتور کار نه شي کولای هغه خو بندې بندې دي؛ ځکه يو يونيم ساعت برېښنا چې ښار ته ورکوي فابريکو ته يې هم ورکوي. کومې وړې فابريکې چې په جنراتور کار کوي، ډيزل قيمته دی دوی بیا خپل لګښت نه شي پوره کولای، هغوی هم کار نه کوي.»

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په ننګرهار کې شاوخوا ۴۰۰ لويې او کوچنۍ فابريکې موجودې دي چې هره يوه کې له ۳۰ تر ۵۰ پورې کسان کار کوي، خو ډېرى يې وزګار شوي دي.

د صنعت او کانونو خونې دغه مسوول وايي، د برېښنا رياست له مسوولينو سره يې څو ځلې دغه ستونزه شريکه کړې، خو هغوی ورته ويلي چې په وارداتي برېښنا کې د ستونزې له امله دغه مشکلات رامنځته شوي دي.

په ننګرهار کې د شوکاڼي پروسس کولو فابريکو اتحاديه هم وايي چې د برېښنا پرچاوۍ له امله تر سلو پورې فابريکې تړل شوې او له امله یې شاوخوا ۲۰۰۰ کاريګر بې‌کاره شوي دي.

د یادي اتحاديې وياند محفوظ احمد کاکړ له پژواک اژانس سره په خبرو کې له حکومته غوښتنه وکړه چې بايد د برېښنا ستونزه ژر تر ژره حل کړي.

په ننګرهار کې د اوسپنې ويلې‌کولو يوې فابريکې لرونکی نبي‌الله وايي، له کومې ورځې چې برېښنا پرچاو شوې، د دوی فابریکه په ټپه ولاړه ده چې له يوې خوا يې کاريګر وزګار شوي او له بل اړخه ورځ تر بلې يې د توليداتو بازار یې هم خرابېږي.

که څه هم د ننګرهار برېښنا رياست مسوولينو له پژواک سره په دې اړه خبرې ونکړې، خو د دغې ادارې په فېسبوک‌پاڼه کې ليکل شوي، د برېښنا په شبکه کې د عمومي ستونزې له امله په جلال‌اباد ښار کې برېښنا پرچاو شوې چې فابريکو او عادي اوسېدونکو ته په هرو ٢٤ ساعتونو کې يونيم ساعت برېښنا ورکول کېږي.

په همدې حال کې، د افغانستان برېښنا شرکت مسوولين وايي، د برېښنا ستونزې د حل لپاره يې د ازبکستان له چارواکو سره خبرې کړې چې هغوی هم د ستونزې د هواري ډاډ ورکړی دی.

د برېښنا شرکت وياند حکمت‌الله ميوندي پژواک اژانس ته وويل: «د برېښنا شرکت د مشرتابه له لوري او هم د حکومت د مشرتابه له لوري د ازبکستان له چارواکو سره خبرې شوې دي، هغوی ډاډ ورکړی چې د شوي قرارداد له مخې به افغانستان ته برېښنا ډېر ژر ورکړل شي، خو تر اوسه په دغه برخه کې کوم پرمختګ نه دی شوی.»

د راپورونو له مخې، دا مهال افغانستان ۱۲۰۰ میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري خو له داخلي او وارداتي سرچینو څخه یوازې ۸۵۰ میګاواټه برېښنا ترلاسه کوي.

Visits: 74

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.