ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«کابل کې د برېښنا پرچاوۍ له امله د فابریکو د توليداتو کچه ۷۵ سلنه کمه شوې»

«کابل کې د برېښنا پرچاوۍ له امله د فابریکو د توليداتو کچه ۷۵ سلنه کمه شوې»

author avatar
27 Dec 2022 - 15:32
«کابل کې د برېښنا پرچاوۍ له امله د فابریکو د توليداتو کچه ۷۵ سلنه کمه شوې»
author avatar
27 Dec 2022 - 15:32

کابل (پژواک، ۶ مرغومى ۱۴۰۱): د صنایعو او کانونو خونه وایي، په کابل کې د برېښنا پرچاوۍ له امله د فابریکو د تولیداتو کچه ۷۵ سلنه کمه شوې ده.

خو بل لورته برېښنا شرکت وایي چې د برېښنا ستونزې د حل په موخه هڅې روانې دي.

له نږدې دوه میاشتو راهیسې په پلازمېنې کابل کې د برېښنا پرچاوي زیاته شوې چې د نورو برخو ترڅنګ يې د فابريکو پر توليداتو هم منفي اغېزې کړې دي.

د کابل د صنایعو او کانونو خونې مرستیال ظریف‌ګل ځدراڼ پژواک اژانس ته وویل چې د برېښنا پرچاوۍ فابریکه‌لرونکي له ډېرو ستونزو مخ کړي دي.

هغه زیاته کړه، په ۴۸ ساعتونو کې یوازې لس ساعته برېښنا فابریکو ته ورکول کېږي چې له امله يې دوى نه شي کولاى په لوړه کچه توليدات وکړي.

نوموړی وایي، اوسمهال فابریکې شاوخوا ۲۵ سلنه تولیدات لري چې یوازې پنځه سلنه یې د دولتي برېښنا او پاتې شل سلنه د جنراتورونو په واسطه کوي.

هغه زیاته کړه، د تېلو بیې لوړې دي نو ډېر فابريکه‌لرونکي نه شي کولاى چې د فابريکې فعال ساتلو لپاره له تېلو څخه استفاده وکړي.

د ځدراڼ د معلوماتو له مخې، په کابل کې شاخوا ۱۰۰۰ فابريکې شته چې نږدې ٧٠ زره کسانو په کې کار کاوه، خو په دې وروستيو کې د بېلابېلو ستونزو له امله پنځوس سلنه کاريګر کم شوي دي.

ده نيوکه وکړه چې په کابل کې دولتي ادارو ته ٢٤ ساعته برېښنا ورکول کېږي، خو فابريکو ته يې نه ورکوي.

دغه‌راز، د اوسپنې ویلې‌کولو فابریکو د اتحادیې اجرائیه رییس عبدالنصیر رشتیا پژواک ته وویل چې د برېښنا پرچاوۍ د اوسپنې ویلې‌کولو فابریکو تولید هم کم کړی دی.

هغه وویل: «یوه ورځ وروسته لس ساعته برېښنا مونږ ته راکوي چې دا زمونږ لپاره بسنه نه کوي، په څلورو ساعتونو کې یوازې زمونږ کورې او ماشینونه ګرمېږي او پاتې شپږو ساعتونو کې خو هېڅ هم نه کېږي.»

هغه زیاته کړه، د اوسپنې ویلولو فابریکو په تېر شاوخوا یونیم کال کې په ډېرو ستونزو د افغانستان په مارکېټ کې ځای پیدا کړ او اوس د برېښنا کموالي له امله به داخلي مارکېټ بېرته له لاسه ورکړي.

نوموړي وویل، که د برېښنا ستونزه حل نه شي ډېری فابریکې به وتړل شي او زیات شمېر خلک به بې‌کاره شي.

بلخوا، د برېښنا شرکت ویاند حکمت‌الله میوندي پژواک ته وویل، په هېواد کې د برېښنا ستونزې هوارولو لپاره هڅې روانې دي.

هغه زیاته کړه، له ترکمنستان سره خبرې شوې په او راتلونکي زېږدیز کال کې به ورسره تړون نوى شي.

نوموړي دا ونه ویل چې ترکمنستان به څومره برېښنا افغانستان ته ورکړي.

میوندي وایي، ازبکستان افغانستان ته اوسمهال له قرارداد سره سم برېښنا نه ورکوي او ۵۰ سلنه یې کمه کړې ده.

د روان کال د زمري میاشتې د راپور له مخې، افغانستان د خپلې اړتیا پوره کولو لپاره ۴۴۰ میګاواټ برېښنا له تاجکستان، ۲۰۲ میګاواټ له ترکمنستان او ۱۰۲ میګاواټ له ایرانه واردوي.

د برېښنا شرکت د معلوماتو پر ا ساس، افغانستان اوسمهال نږدې ۱۵۰ میګاواټ برېښنا په هېواد کې دننه چمتو کوي چې د دې برېښنا ۱۰۰ میګاواټه یو شمېر خصوصي شرکتونه تولیدوي.

Visits: 109

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.