ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د برېښنا پرچاوۍ؛ کابل کې د صنعتي فابریکو ۴۰ سلنه کارکوونکو دندې له لاسه ورکړې دي

د برېښنا پرچاوۍ؛ کابل کې د صنعتي فابریکو ۴۰ سلنه کارکوونکو دندې له لاسه ورکړې دي

author avatar
26 Jul 2023 - 16:09
د برېښنا پرچاوۍ؛ کابل کې د صنعتي فابریکو ۴۰ سلنه کارکوونکو دندې له لاسه ورکړې دي
author avatar
26 Jul 2023 - 16:09

کابل (پژواک، ۴ چنګاښ ۱۴۰۲): د صنایعو او کانونو خونه وایي، په کابل کې د برېښنا پرچاوۍ له امله د صنعتي فابریکو ۴۰ سلنه کارونکي وزګاره شوي خو د افغانستان برېښنا شرکت وايي چې دغه ستونزه لنډ مهالې ده او ژر به حل شي.

د کابل د صنایعو او کانونو خونې مرستیال ظریف‌ګل ځدراڼ پژواک خبري اژانس ته وویل، د برېښنا پرچاوۍ فابریکه‌لرونکي له ډېرو ستونزو مخ کړي دي.

هغه زیاته کړه، په ۲۴ ساعتونو کې صعنتي فابريکو ته یوازې ۱۳ ساعته برېښنا ورکول کېږي چې يوازې د يوه شفټ کارکوونکي کار کولاى شي.

هغه زياتوي چې تر دې مخکې فابريکو ته په ۲۴ ساعتونو کې ١٧ ساعته برېښنا ورکول کېده چې کارکوونکو په دوه شفټونو کې کار کاوه.

د ځدراڼ د معلوماتو له مخې، د کابل په بېلابېلو سیمو کې شاوخوا ۱۲۰۰ فابریکې فعاليت کوي چې څه باندې ۶۰ زره کسانو پکې کار کاوه.

خو هغه زیاتوي چې د برېښنا پرچاوۍ له امله د یادو کسانو له ډلې اوس ۴۰ سلنه وزګار شوي دي.

په ورته وخت کې د کابل د ۱۹مې ناحیې اوسېدونکي شریف‌الله پژواک ته وویل، مخکې یې د پلچرخي صنعتي پارک په یوې فابریکې دنده درلوده خو اوس وزګاره شوى دى.

هغه وویل: «شاوخوا یوه اونۍ کېږي چې زه بې کاره شوې یم ځکه زمونږ د فابریکې برق د شپې له خوا نه وي نو ځکه يې کارکوونکي کم کړي دي.»

همدارنګه د پلچرخي صنعتي پارک یو بلې فابريکې کارکوونکي افریدي پژواک ته وویل، مخکې به هره ورځ دندې ته تلو خو اوس چې د برېښنا پرچاوي ډېره شوې يواځې اونې کې درې ورځې ورځي.

يادو او يو شمېر نورو کارکوونکو له حکومتي مسوولينو غوښتنه وکړه چې د فابريکو د برېښنا ستونزه هواره کړي څو دوى بېرته خپلو دندو ته ستانه شي.

د يادې ستونزې په اړه د برېښنا شرکت ویاند حکمت‌الله میوندی پژواک ته وویل، د صنعتي فابریکو د برېښنا پرچاوۍ ستونزه لنډمهالې ده او په نږدې ورځو کې به حل شي.

نوموړی وایي، کله چې د برېښنا وضعیت ښه وو نو صنعتکارانو ته ۲۴ ساعته برېښنا ورکول کېده او لومړیتوب هم دوی ته ورکړل شوى و.

هغه وویل: «موږ صنعتکارانو ته د برېښنا رسولو په برخه کې ژمن یو او په هر وخت زیاته برېښنا صنعتکارانو ته ورکوو خو اوس چې د یو څو ورځو ستونزه ده او هغه هم د خلکو تقاضا زیاته شوې ځکه خلکو ته هم برېښنا ورکو.»

د تېر ۱۴۰۱ کال د زمري میاشتې راپور له مخې، افغانستان د خپلې اړتیا پوره کولو لپاره ۴۴۰ مېګاواټ برېښنا له تاجکستان، ۲۰۲ میګاواټ له ترکمنستان او ۱۰۲ میګاواټ له ایرانه واردوي.

د برېښنا شرکت د معلوماتو پر اساس، افغانستان اوسمهال نږدې ۱۵۰ میګاواټ برېښنا په هېواد کې دننه چمتو کوي چې د دې برېښنا ۱۰۰ میګاواټه یو شمېر خصوصي شرکتونه تولیدوي.

Visits: 187

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.