Sign in to continue to your Pajhwok account.
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
په کېنیا کې یوې محکمې پرېکړه کړې چې د افغانستان د ولسي جرګې پخوانی مرستیال عبدالظاهر قدیر امریکا ته وسپاري خو د هغه وکیل تر راتلونکو ۱۴ ورځو پورې د هغه د سپارلو د ځنډولو غوښتنه کړې ده.
د راپورونو له مخې، د افغانستان د ولسي جرګې د پخواني مرستیال عبدالظاهر قدیر دویمه محکمه تېره ورځ په نایروبي کې ترسره شوه او ټاکل شوې د مې په ۱۳مه امریکا ته د هغه د سپارلو یا نه سپارلو په اړه پرېکړه وشي.
د راپورونو له مخې، د افغانستان د ولسي جرګې پخوانی غړی عبدالظاهر قدیر په کینیا کې نیول شوی او امریکا له هغه هېواده غوښتي چې ور ویې سپاري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP