کابل (پژواک، ۲ غویی ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د افغانستان د ولسي جرګې پخوانی غړی عبدالظاهر قدیر په کینیا کې نیول شوی او امریکا له هغه هېواده غوښتي چې ور ویې سپاري.
نایروبي ټایمز راپور ورکړی چې عبدالظاهر قدیر د نایروبي ښار په یو هوټل کې نیول شوی او د کینیا د جنایي څېړنو ریاست (DCI) غوښتنه کړې وه چې په توقیف کې یې د ساتنې لپاره حکم صادر کړي.
سرچینه کاږي، د متحده ایالتونو یوې محکمې د روان میلادي کال د مارچ په ۲۵مه د هغه د نیول کېدو حکم صادر کړی و او د متحده ایالتونو له نشهیي توکو سره د مبارزې ادارې یوه ځانګړي مامور د عبدالظاهر قدیر پر وړاندې یو «جنايي شکایت» په محکمه کې ثبت کړی و.
د یاد افسر په وینا، ظاهر قدیر د «نشهیي توکو د وارداتو لپاره د پلان» او د درنو وسلو درلودو په تور تر څارنې لاندې و.
د راپور له مخې، د متحده ایالتونو مرکزي ادارې د کینیا دولت ته د یوه ډیپلوماټیک یادښت لېږلو له لارې د ظاهر قدیر د ورتسلیمولو او استرداد غوښتنه کړې ده.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، څارنوالۍ متحده ایالتونو ته د ظاهر قدیر د استرداد پروسې د پیل لپاره رسمي اجازه صادر کړې ده.
راپور کې راغلي چې عبدالظهار قدیر د روانې اپرېل میاشتې په څوارلسمه له کابله نایروبي ته تللی و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP