کابل (پژواک، ۱۹ غویی ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د افغانستان د ولسي جرګې د پخواني مرستیال عبدالظاهر قدیر دویمه محکمه تېره ورځ په نایروبي کې ترسره شوه او ټاکل شوې د مې په ۱۳مه امریکا ته د هغه د سپارلو یا نه سپارلو په اړه پرېکړه وشي.
د روانې غویي په دویمه د افغانستان د ولسي جرګې پخوانی مرستیال عبدالظاهر قدیر په کینیا کې ونیول شو او امریکا له هغه هېواده وغوښتل چې ور ویې سپاري.
د راپورونو له مخې، د متحده ایالتونو یوې محکمې د روان میلادي کال د مارچ په ۲۵مه د هغه د نیول کېدو حکم صادر کړی و او د متحده ایالتونو له نشهیي توکو سره د مبارزې ادارې یوه ځانګړي مامور د عبدالظاهر قدیر پر وړاندې په محکمه کې یو «جنايي شکایت» ثبت کړی و.
د بيبيسي د راپور له مخې، د افغانستان د ولسي جرګې د پخواني مرستیال ظاهر قدیر دویمه محکمه پرون د کینیا په پلازمېنه نایروبي کې ترسره شوه.
د ظاهر قدیر وکیل، اومیګا اوچینګ ویلي، پر هغه امریکا ته د مخدره توکو او وسلو د قاچاق تورونه پورې شوي او ظاهر قدیر د سوداګرۍ لپاره له افغانستانه کینیا ته تللی و او غوښتل یې بېرته افغانستان ته راستون شي.
د قدیر وکیل امریکا ته د هغه د سپارلو په اړه ویلي: «بهیر داسې دی چې کله د کینیا سیسټم له امریکا د یوه کس د نیولو غوښتنه ترلاسه کوي، مخکې له دې چې هغه ور وسپارل شي، په محکمه کې د ځان د دفاع لپاره مناسب فرصت ورکول کېږي، بیا حکم صادرېږي؛ محکمه کولای شي غوښتنه رد کړي، په ځانګړي توګه که په دې قضیه کې موږ کافي اسناد وړاندې کړو.»
راپور کې راغلي، د ظاهر قدیر د قضیې برخلیک د پنجشنبې ورځې د محکمې په غونډه کې وروستی نه شو او ټاکل شوې د مې په ۱۳مه امریکا ته د هغه د سپارلو یا نه سپارلو په اړه پرېکړه وشي.
د یادونې ده، تر اوسه د امریکا له خوا د قدیر د ورسپارلو د غوښتنې د لامل په اړه هيڅ معلومات نه دي ورکړل شوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP