Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د غزني امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت اندړو ولسوالۍ کې یې درې هغه کسان نیولي چې د شپې له مخې به یې د کورونو دروازې ټکولې او خلکو کې یې وېره پیدا کړې وه.
د غزني ولایت فوټسال غوره لیګ ۱۱م پړاو سیالۍ چې دوه میاشتې وړاندې پيل شوې، د دیار سنايي لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.
د غزني امنیتي مسولین وایي، د دغه ولایت په قرهباغ ولسوالۍ کې یوې پېغلې نجلۍ ځان وژنه کړې ده.
د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې د خلکو په اته اعشاریه پنځه میلیونه افغانۍ لګښت د یوه ښوونځي ودانۍ د جوړولو چارې پیل شوې.
د غزني والي وايي، د افغانۍ دودولو په موخه یې په دغه ولایت کې د هر ډول بهرنیو اسعارو پر کارولو بندیز لګولی دی.
په غزني ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ ۱۲ کلنه دښمني د حکومتي مسوولینو، دیني عالمانو او قومي مشرانو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.
د غزني امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په قرهباغ ولسوالۍ کې د یوې زړې مرمۍ چاودنې له امله یو ماشوم وژل شوی او څلور نور ټپیان دي.
د غزني په مرکز کې د یوې کورنۍ اووه غړي د سترګو له نعمته بې برخې دي چې له امله یې له اقتصادي او ګڼو نورو ستونزو سره مخ دي.
غزني کې امنیتي سرچینې وایې، د دغه ولایت اجرستان ولسوالۍ کې یوه کس ځانوژنه کړې ده.
په غزني کې د څه باندې اووه میلیون افغانیو په لګښت یوه ښوونځي او یوې دیني مدرسې ته د ودانیو جوړولو چارې پیل شوې.
سېمهییز مسوولین وایي، د غزني ولایت په ناور ولسوالۍ کې د یوه کور چت پرېوتو پېښه کې یوه ماشومه وژل شوې او درې تنه نور ژوبل شوي دي.
د غزني امنیتي مسولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز کې په دوو جلا ترافیکي پېښو کې پنځه کسان ټپیان شوي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن