د هلمند د والي ویاند وایي چې په تېرو دوو اوونیو کې په دغه ولایت کې د کرنې او امنیتي ادارو په همکارۍ ١٢٨٠٠ جریب غصب شوې حکومتي ځمکه راګرځول شوې ده.
د عدلیې وزارت وایي، د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې یې په ۲۳ ولایتونو کې څه باندې ۲۵۹ جریب ځمکه امارتي تثبت کړې او په اوو ولایتونو کې یې څه باندې ۳۴ زره جریب ځمکه له غصبه خلاصه کړې ده.
په لوګر کې د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون وایي، د دغه ولایت په مرکز پلعلم کې شاوخوا ۱۶ سوه جریب غصب شوې ځمکه بېرته راګرځول شوې ده.
د هلمند سیمهییز مسوولین وايي، د تېرې یوې میاشتې په لړ کې د دغه ولایت د مارجې ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې له غاصبینو څه باندې درې زره جریب غصب شوې ځمکه راګرځول شوې ده.
. . .