Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
په غور کې یو قومي مشر محمدعثمان ملکزاده وايي، په تېرو ۴۰ کلونو کې په دوو جهادي تنظیمونو کې د دوو قومونو غړیتوب د دوی ترمنځ د سختو اختلافاتو لامل شوی و چې له بدمرغۍ پرته یې بله پایله نه درلوده؛ اوس دوی ورته د پای ټکی اېښی او د سولې او ورورګلوۍ په فضا کې ژوند پیل کړ.
د غور اوسېدونکي په دغه ولایت کې روغتونو جراحي برخه کې د ښځینه ډاکټرانو له کمښته شکایت او دې برخې ته د حکومت د پاملرنې غوښتنه کوي.
د غور مرکز فېروزکوه ښار یو شمېر اوسېدونکي په بازارونو کې د خوراکي توکو د بیو له لوړېدو شکایت کوي او وايي چې د پېرلو توان یې نه لري.
فیروزکوه (پژواک، ۳۰ لړم ۱۴۰۱): د غور سیمهییز مسوولین د فیروزکوه ښار په شاوخوا سیمو کې د ۱۰ کیلومتره سړک او ۴۱ پلګوټو جوړولو د
د غور ولایتي روغتون مسوولین وايي، د روان کال په لومړیو اوو میاشتو کې د ترافیکي پېښو له امله په دغه روغتون کې تر ۱۴۰۰ ډېر ټپیان ثبت شوي دي.
د غور ولایت یو شمېر مالداران د ژمي په رارسېدو او د څارویو د وښو له کموالي اندېښمن دي او د مرستې غوښتنه کوي، خو چارواکي وايي، هڅه کوي د همکارو موسسو په مرسته د دغه ولایت څاروي لرونکو ته واښه ووېشي.
د غور امنیتي مسوولین وايي، د هغه ځوان مړی موندل شوی چې څو ورځې مخکې د دغه ولایت په مرکز فیروزکوه کې نادرکه شوی و.
د غور د عامې روغتیا ریاست د یاد ولایت په ولایتي روغتون کې د رواني ناروغیو درملنې لپاره د ځانګړې څانګې جوړېدو خبر ورکوي.
د غور سیمهییز مسوولین، په دغه ولایت کې د لسګونه کیلومترو سړکونو او اوبو کانالونو د ترمیم او پاکولو او د ۲۴۰۰ د اوبو وړو کانالونو له جوړېدو خبر ورکوي.
د غور د لعل و سرجنګل ولسوالۍ ځيني اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته د نه لاسرسي له امله شکایت لري او دې ستونزې ته د رسېدنې غوښتنه کوي؛ خو یو مسوول وايي چې د ستونزې د هواري په موخه ځیني پروګرامونه لري.
د غور ولایت سیمهییزې سرچینې د ناپېژاندو وسلهوالو له لوري د یوه قومي مشر د وژل کېدو خبر ورکوي.
په غور کې یو شمېر روږدي کسان په داسې حال کې د درملنې غوښتنه کوي چې د دغه ولایت د روږدو د درملنې روغتون د بستر څانګه غېرفعاله ده؛ خو مسوولین د دغې څانګې د فعالولو لپاره د هڅو د پيل خبر ورکوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP