ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غور په دولتیار کې د شخړو هواري په موخه یوه ۲۲ کسیزه شورا جوړه شوه

د غور په دولتیار کې د شخړو هواري په موخه یوه ۲۲ کسیزه شورا جوړه شوه

author avatar
3 Sep 2023 - 14:45
د غور په دولتیار کې د شخړو هواري په موخه یوه ۲۲ کسیزه شورا جوړه شوه
author avatar
3 Sep 2023 - 14:45

فیروزکوه (پژواک، ۱۲ وږی ۱۴۰۲): د غور د سرحدونو، قومونو او قبایلو اداره د دغه ولایت په دولت‌یار ولسوالۍ کې د ټولنیزو شخړو د حل په موخه د یوې ۲۲ کسیزې شورا له جوړېدو خبر ورکوي.

د غور د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو امر پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه شورا په دې وروستیو کې د غور د سرحدونو، قومونو او قبایلو امریت تر څار لاندې په دولت‌یار ولسوالۍ کې د قومي شخړو د هواري لپاره رامنځته شوې ده.

هغه زیاته کړه: «د دولت‌یار ولسوالۍ له خلکو سره مو ناسته درلوده او د مشرانو، سپین‌ږیرو او مخورو ۲۲ کسیزه شورا مو جوړه کړه څو وکولای شو په دغه ولسوالۍ کې شته شخړې حل کړو او زموږ هڅه دا ده چې د خلکو ترمنځ یوالی او اتفاق ټینګ کړو.»

نوموړي زیاته کړه چې دوی نه یوازې په دولت‌یار، بلکې په فېروزکوه ښار او نورو ولسوالیو کې یې هم د قومي شخړو د هواري لپاره وړې او لویې شوراګانې جوړې کړې څو وکولای شي خلک د وروګلوۍ او یوالي په فضا کې ژوند وکړي.

د غور د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو امر دغه راز وايي چې دوی د سږ کال له پیله تر اوسه د ولایت له مقام او د بالمعروف او نهی عن‌المنکر ادارې سره په همغږۍ د دغه ولایت په ښار او ولسوالیو کې یو شمېر شخړې حل کړې دي.

د غور د دولت‌یار ولسوالۍ مشران او سپین‌ږیري د قومي شخړو د هواري لپاره د دغه شورا له جوړېدو او د خلکو له یوبل منلو هرکلی کوي او وايي، دا ډول شوراګانې کولای شي د قومي اختلافاتو په حل او د خلکو ترمنځ د سولې په راوستو کې مهم رول ولوبوي.

د دولت‌یار ولسوالۍ یوه سپین‌ږیري عبدالواحد پژواک ته وویل: «د دغه ډول شوراګانو جوړېدل کولای شي د خلکو ترمنځ د شته اختلافاتو او شخړو کچه راکمه او حل یې کړي او هغه کسان چې څو کلن اختلافات لري، د هغوی اختلافات هم کېدای شي له دې لارې حل شي.»

د دولت‌یار ولسوالۍ بل قومي مشر وايي: «د ځینو قومونو ترمنځ څو کلنې شخړې شته چې هیله‌من یو چې د دغو شوراګانو په جوړولو سره دغه ډول جنجالونه او دښمنۍ پای ته ورسوو او ټول مینې او ورورګلوۍ ته رابولو، دښمنۍ دې له منځه لاړې شي او هېڅوک دې په زړه کې کینه ونه لري او د ورورۍ په فضا کې دې خپل ژوند وکړي.»

بل‌خوا، د دولت‌یار ولسوالۍ ځینې اوسېدونکي هم د دغه ډول شوراګانو له جوړېدو هرکلی کوي.

د دولت‌یار ولسوالۍ یوه اوسېدونکی فیض‌محمد د دغو شورا ګانو له جوړېدو هرکلی کوي او وايي چې د خلکو ترمنځ دښمنیو د دې ټولنې فضا خرابه کړې ده.

هغه زیاته کړه: «له بده ‌مرغه د تیمني قومو ترمنځ اختلافات شته، د دغو قومونو ترمنځ د دښمنیو له امله تر اوسه لس کسان وژل شوي، دغه راز د زی‌رضا قومونو ترمنځ هم دښمني شته چې هیله‌من یوده دغه شورا وکولای شي دغه قومونه له یو بل سره سولې ته ورسوي.»

نوموړي زیاته کړه: «د دې ترڅنګ له دولته غواړو چې د غور په ټولو ولسوالیو کې دغه ډول شوراګانې جوړې کړي او د قومونو ترمنځ د سولې ټینګولو لپاره کار وکړي.»

په همدې حال کې، د ټولنیزو چارو یو شمېر پوهان د قومي شخړو په هواري کې د ولسي خلکو د شوراګانو جوړولو رول مهم بولي او له ټولو قومونو غواړي چې یوالی، اتفاق او یوبل منلو ته دوام ورکړي.

د دولت‌یار د مرکزي لېسې یوه استاد نجیب‌الله پژواک ته وویل: «د دغه ولسوالۍ او ولایت په کچه ټول قومونه د یوبل وروڼه دي او باید د شوراګانو له لوري د جوړو شوو لارښوونو سره سم عمل وکړي او همغه یوالې او یوبل منلو ته چې یو نېک کار دی، ژمن پاتې شي.»

د ټولینزو چارو دغه کارپوه له خلکو وغوښتل چې له اسلامي نظامه ملاتړ وکړي څو ټول وکولای شي  دامن، سولې او ورورګلوۍ په فضا کې ژوند وکړي.

Views: 126

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.