Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د غور امنیتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په شهرک ولسوالۍ کې اته ښکاریان د وحشي ژوو او مرغانو د ښکار پر مهال نیول شوي دي.
غور کې سیمهییز مسوولین وايي، د دغه ولایت په تیوره ولسوالۍ یو کس د خپلې انا د وژلو په تور نیول شوی دی.
د غور امنیه قومانداني وايي چې دغه ولایت کې د یوې سراچې چپه کېدو له امله دوه کسان مړه شوي او درې نور ټپیان دي.
سیمهییز مسوولین وایي، په غور ولایت کې له څه باندې ۲۷۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو او په اروزګان ولایت کې له زرو مالدارانو سره د حیواني خوړو مرسته وشوه.
د غور ځایي مسوولین وايي، د دغه ولایت چارسدې ولسوالي کې د خلکو له خوا د څه باندې درې میلیون افغانیو په لګښت یو جامع جومات جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د غور د چاپېریال ساتنې ادارې سرپرست د دغه ولایت له اوسېدونکو غواړي چې د ناپاکې هوا د ډېرېدو مخنیوي په موخه ژمي کې د خپلو کورونو ګرمولو لپاره له دود تولیدوونکو سون توکو استفاده ونه کړي.
د غور د لوړو زدهکړو له موسسې تازه فارغ شوي ځيني محصلین له حکومته غواړي چې دوی ته د کار زمینه برابره کړي څو د خپل مسلک له لارې وکولای شي هېواد او خلکو ته خدمت وکړي.
د غور د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، له څه باندې اوو میاشتو راهیسې ۶۰۰ کورنیو او بهرنیو ګرځندویانو دغه ولایت ته سفر کړی دی.
د غور ولايت د لعل او سرجنګل ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي په داسې حال کې د دې ولسوالۍ په روغتيايي مرکزونو کې د ښځينه ډاکټرانو له نشتوالي شکايت کوي چې د عامې روغتيا رياست چارواکي وايي، د دې ستونزې د حل لپاره هڅې روانې دي.
د غور قومونو او قبایلو رییس له قومونو سره د همغږۍ په نوم یوه ناسته کې وویل چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د جرګو له لارې د قومونو لسګونه اختلافي قضیې هوارې شوې دي.
غور کې امنیتي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په چهارسده ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه شوي او پنځه نور ټپيان دي.
غور کې امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په تیوره ولسوالۍ کې یو سړی د چاقو په ګوزارونو وژل شوی او د پېښې په تړاو اووه کسان نیول شوي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن