ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غور کې یو ایرلېنډی ګرځندوی مسلمان شو

غور کې یو ایرلېنډی ګرځندوی مسلمان شو

author avatar
11 Sep 2024 - 15:39
غور کې یو ایرلېنډی ګرځندوی مسلمان شو
author avatar
11 Sep 2024 - 15:39

فېروزکوه (پژواک، ۲۱ وږی ۱۴۰۳): د غور د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، یو ځوان ګرځندوی چې له ایرلېنډ څخه یې دغه ولایت ته سفر کړی و، نن د اسلام په مبارک دین مشرف شو.

د غور د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر مولوي محمدحماس پژواک خبري اژانس ته وویل: «الحمدالله پرون د اروپا د جنوبي ایرلېنډ یو ځوان چې د سیاحت په موخه افغانستان ته راغلی و، د غور د شهرک ولسوالۍ په دره تخت کلي کې یې د اسلام دعوت ومانه او مسلمان شو.»

نوموړي زیاته کړه، دغه ځوان چې عبدالله نوم ورته غوره شو، د دیني علماوو او یو شمېر مسوولینو په شتون کې یې د شهادت کلمه وویله.

هغه د یاد ځوان له قوله وویل، لومړي ګام کې یې د اسلام مبارک دین په اړه څېړنې وکړې او بیا یې د اسلام په مبارک دین ایمان راوړ او مسلمان شو.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.