Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، تر تعهد اخېستلو وروسته د بیګم او ځونانو راډیوګانو ته د بیا ځلې خپرونو اجازه ورکړل شوه.
د لوګر د صنعت او سوداګرۍ ریاست وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم کې د یوه کس په شخصي لګښت د مرمرینو ډبرو د پروسس او تولید یوې کارخونې پر فعالیت پيل وکړ.
د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي رییس وایي چې د ترکيې په پلازمېنه انقره کې د افغانستان سفارت د معمول په څېر خپل فعاليت ته دوام ورکوي.
د راپورونو له مخې، ټیکټاک ټولنیزې شبکې د امریکا متحده ایالتونو کې د هغې پر فعالیت له بندیز څو ساعته مخکې په دغه هېواد کې خپل فعالیت بند کړی دی.
د راپورونو له مخې، فلسطیني چارواکو په دغه هېواد کې د الجزیرې ټلوېزیون پر فعالیت د لنډ وخت لپاره بندیز لګولی دی.
د ریاستالورزاء سیاسي مرستیال وایي، اسلامي امارت په افغانستان کې هیڅ وسلهوالې ډلې ته د فعالیت اجازه نه ورکوي او په خبره یې چې پر افغانستان د ناسمو تورونو لګول هم ګټه نه لري، بلکې د اړیکو د خرابېدو او تاوتریخوالي سبب کېږي.
د کونړ یو شمېر اوسېدونکي وايي، له تېرو درېیو کلونو راهیسې د ځینو ستونزو له امله د مناګي برېښنا بند له فعالیته لوېدلی او غوښتنه کوي چې حکومت دې هر څه ژر د دغه بند د بیا فعالولو چارې پيل کړي.
د لوړو زدهکړو د ځینو لغوه شوو موسسو مسوولین او ځینې زدهکړیالان وایي، د موسسو د لغوه کېدو پر پرېکړه دې بیا کتنه وشي، خو د لوړو زدهکړو وزارت د وضاحت ترڅنګ دغه پرېکړه پرځای بولي، وایي چې د یادو موسسو محصلین به له ازموینې وروسته د زدهکړو نورو موسسو ته معرفي شي.
بلخ ولایت کې د نساجي فابریکې مسوولین وایي، د دې فابریکې د بیا فعالولو چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوې او په نږدې راتلونکي کې به د رختونو تولید پیل کړي.
د بهرنیو چارو وزارت وایي، د عمان پلازمېنه مسقط کې د افغانستان سفارت د فعالیت بیا پیلېدل به د کابل او مسقط ترمنځ د سياسي، اقتصادي، ټولنيزو او ديني اړيکو په پياوړتيا کې رغنده رول ولوبوي.
په ننګرهار ولایت کې د پوهنې وزارت د اسلامي زدهکړو معینیت تر چتر لاندې د ښوونکو د مسلکي پراختيا ادارې فعالیت پيل کړ.
له څو ورځو راهيسې ویل کېږي چې ګواکې په کابل کې د نجونو ۴۷ خصوصي ښوونځیو ته له شپږم ټولګي پورته د زدهکړو اجازه ورکړل شوې، خو د پوهنې وزارت وایي، دغه راپورونه غیرواقعي او له حقیقته لرې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP