کابل (پژواک، ۱۵ غویی ۱۴۰۴): د مایکروسافټ شرکت اعلان کړی چې د سکایپ اپلېکشن نن له ۲۰ کلونو فعالیت وروسته تړل کېږي او کاروونکي به یې «Microsoft Teams» ته ولېږدول شي.
مایکروسافټ شرکت د یوې اعلامیې په خپرولو لیکلي چې یاد بدلون به پر وړیا کاروونکو او هم به پر پولي سکایپ کاروونکو اغېز وکړي، خو پر سوداګریز سکایپ به اغېز ونه کړي.
د اعلامیې له مخې، د سکایپ کاروونکي کولای شي له (Microsoft Teams Free) کار واخلي چې ډېری ورته ځانګړتیاوې او نور موارد وړاندې کوي.
یاد اپلېکېشن سکایپ ته ورته قابلیتونه وړاندې کوي او د مخاطبینو ټول پیغامونه او خبرې به ثبتوي څو د لېږد بهېر له خنډ پرته ترسره شي.
د ویلو ده چې د سکایپ تصویري اړیکې خدمتونه په ۲۰۰۳ زېږدیز کال کې پیل او په ۲۰۱۱ کال کې د ۸،۵ میلیارډ ډالرو په ارزښت د مایکروسافټ شرکت له لوري وپېرل شول.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP