Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت وايي چې د دغه ولایت د مرکز پلعلم او ولسوالیو په کچه د ۱۶ غوره لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ ترسره شوې.
د لوګر د عامې روغتیا ریاست وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم کې د ګاز ډبې چاودنې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۱ کسان ټپیان شوي دي.
د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت وایي چې په دغه ولایت کې د څلورو ولایتونو د دېرشو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې.
د لوګر ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې.
سیمهییز مسوولین وایي، په لوګر ولایت کې د کډوالۍ نړۍوال سازمان له لوري له ۳۷۲ کورنیو سره نغدي او د ژمنو توکو مرستې وشوې.
لوګر کې د ۱۳ میلیون افغانیو په لګښت د درېیو رغنیزو پروژو او ننګرهار کې د سل زره امریکایي ډالرو په لګښت د څاڅکې اوبه خور سیسټم جوړولو چارې پيل شوې.
د لوګر امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په څرخ ولسوالۍ کې یوه ۱۵ کلن هلک ځانوژنه کړې ده.
لوګر کې یو شمېر خلک ادعا کوي چې شخصي درملتونونه بېکیفیته درمل په لوړه بیه پلوري.
د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د دغه ولایت د وتلي شاعر او لیکوال «ملا درمحمد ګوهري» په یاد مشاعره جوړه شوه.
د لوګر ولایت په برهکیبرک ولسوالۍ کې د «خزان جام» په نوم د غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې.
د لوګر ولایت په مرکز پلعلم کې د یوه کس له لوري د یو میلیون افغانیو په لګښت یوه ښوونځي ته ودانې جوړه شوه.
د لوګر د بدنې روزنې او ورزش امریت چارواکي وایي چې د لومړي ځل لپاره د دغه ولایت په ازره ولسوالۍ کې د لسګونو لوبغاړو ترمنځ د تېږېاچونې رسمي سیالۍ ترسره شوې.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن