Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د افغانستان مالیې وزارت وایي، د مالیاتي قوانینو مسوده یې له شرعي اصولو سره سمه جوړه کړې او د اصلاحاتو په موخه یې په انلاین او حضوري بڼه په ملي کچه نظرپوښتنې ته وړاندې کوي.
کابل (پژواک، ۲۸ وری ۱۴۰۲): د افغانستان د مالیې وزارت وایي، د اقتصادي کمېسیون د تایید او د کابینې منظورۍ له مخې، له دې وروسته
د مالیې وزارت وایي، په تېر ۱۴۰۱ لمریز کال کې په افغانستان کې ۵۲۰ بهرنیو بنسټونو او انجوګانو ته چې د بشري مرستو په برخو کې فعالیت کوي، مالیاتي معافیت ورکړل شوی او له امله يې دغه وزارت شاوخوا ۳ میلیارده افغانۍ عواید له لاسه ورکړي دي.
کابل (پژواک، ۲۰ وری ۱۴۰۲): د مالیې وزارت مسوولین وایي، په تېر ۱۴۰۱ لمریز کال کې یې د څه باندې ۱۹۳.۹ میلیارد افغانیو عوایدو راټولولو
د مالیې وزارت له ټولو سوداګریزو شرکتونو غوښتي څو خپل سوداګریز توکي په خپل جواز ګمرک ته وارد او ګمرکي پړاوونه یې د خپل رسمي استازي له لوري ترسره کړي.
د مالیې وزارت وايي، د ۱۴۰۲ مالي کال بودجه تر اوسه توشیح شوې نه ده، خو دولتي کارکوونکو ته د وري میاشتې تنخوا د روژې مبارکې میاشتې او کوچني اختر په درنښت له اختره مخکې ورکول کېږي.
د مالیې وزارت وایي، د روژې مبارکې میاشتې په درناوي یې د شپږ قلمه خوراکي توکو ګمرکي محصول له ۱۷ تر ۸۰ سلنې پورې ټيټ کړ.
د افغانستان د مالیې وزارت وایي، د روان کال په لومړیو ۱۱ میاشتو کې له مستوفیتونو څخه ۱۱ میلیارد او ۳۳۶ میلیون افغانۍ عواید راټول شوي دي.
د مالیې وزارت وايي، د ۱۴۰۲ مالي کال د بودجې پر مسودې کار روان دی او هغه پرمختیايي پروژې په کې په پام کې نیول کېږي چې د هېواد او خلکو پر اقتصادي ودې ډېر اغېز ولري.
د هېواد مالیې وزارت وایي چې د افغانستان ګمرکونو په تاریخ کې یې په لومړي ځل د مالي کال په لومړیو ۱۱ میاشتو کې ۱۰۰ میلیارد افغانۍ له ګمرکونو راټولې کړې دي.
د افغانستان مالیې وزارت د هېواد په ګمرکونو کې ټولو بهرنیو بنسټونو او انجیوګانو ته چې د بشري مرستو په برخه کې فعالیت کوي، د ګمرکي معافیت خبر ورکړ.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن