Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د اروزګان د مرکز او ولسوالیو د یو شمېر سیمو اوسېدونکي شکایت کوي چې لا هم مخابراتي خدمتونو ته په بشپړه توګه لاسرسی نه لري او زیاتوي چې له امله یې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د پکتیکا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رياست وايي چې د دغه ولایت د ۲۴ ولسوالیو له ډلې د درېیو ولسوالیو اوسېدونکي یې مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.
د پکتیا د جانيخېلو ولسوالۍ خلک وايي چې په دې ولسوالي یوازې یو مخابراتي انتن دی او ډېر خلک یې مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.
د ترینکوټ ښار اړوند چنار سیمې اوسېدونکي وایي، مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی نهلري چې له امله یې له ګنو ستونزو سره مخ دي.
د اروزګان د مخابراتو ریاست مسوولین وایي، دغه ولایت کې یې د مخابراتي خدمتونه پراختیا په موخه روان کال ۱۴۲ نوي سایټونه فعال کړي دي.
د اروزګان د ګیزاب ولسوالۍ د شېرو سیمې یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې په سیمه کې یې مخابراتي خدمات نه شته او د یوې اړیکې لپاره اړ دي بلې سیمې ته ساعتونه مزل وکړي.
د پکتیا لجهمنګل ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي چې مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی نه لري او د اړيکې نیولو لپاره اړ دي چې دوه ساعته مزل وکړي او غره ته وخېژي.
د فراه ولایت فراهرود ولسوالۍ د ګورزنګ سیمې اوسېدونکي وايي چې مخابراتي خدماتو ته د نه لاسرسي له امله له ستونزو سره مخ دي او له حکومته غواړي چې دې ستونزې ته یې رسېدنه وکړي.
د خوست د يو شمېر سيمو اوسېدونکي وايي چې د شلو کلونو په تېريدو لا هم مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.
د کندهار په اداري جوړښتونو کې د نوې اضافه شوې ولسوالۍ «لوړ شاولیکوټ» د کجور سیمې یو شمېر اوسېدونکي وايي، له کلونو راهیسې له مخابراتي خدمتونو بېبرخې دي.
فراه کې مسوولین وايي، د دغه ولایت د خاکسفید ولسوالۍ اړوند خوست سیمه کې شاوخوا ۲۰۰۰ کورنۍ مخابراتي خدماتو ته لاسرسی نه لري.
د فراه د ګلستان ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي، په تېرو شلو کلونو کې له مخابراتي خدمتونو محروم پاتې دي او اوس هم د سټلایټ ټیلېفونونو او لیک په وسیله له یو بل سره اړیکې ټينګوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP