Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د نورستان کانتیوا کې د یوازېنۍ مخابراتي پایې نړېدل؛ خلک له مخابراتي خدمتونو بې‌برخې شوي

اسعداباد (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): د نورستان کانتیوا ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي، په دغه ولسوالۍ کې د سختو بادونو له امله د یوازینۍ مخابراتي شبکې پایه نړېدلې او له نږدې یوې اونۍ راهیسې له مخابراتي خدمتونو محروم دي.

د نورستان د کانتیوا ولسوالۍ د مرکزي کلي یوه اوسېدونکي فریح دانش پژواک خبري اژانس ته وویل چې په سیمه کې له ۳۰ زره ډېر خلک ژوند کوي، خو دا مهال هیڅ ډول مخابراتي اسانتیاوو ته لاسرسی نه‌لري.

نوموړي زیاته کړه: «کابو پنځه ورځې وړاندې مو په ولسوالۍ کې یوازینۍ د افغان‌بیسم پایه چې ټیلیفوني خدمتونه یې وړاندې کول، د سختو بادونو له امله په ځمکه پریوتې ده او له فعالیته لوېدلې ده.»

هغه وایي، د ولسوالۍ او مرکز ترمنځ اړیکې پرې شوې او له امله یې ځایي اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

هغه وویل: «که څه هم ولسوالۍ مو نوې منظور شوې او له ګڼو پراختیایي او پرمختیایي چارو بې‌برخې ده خو د ټیلیفوني اسانتیاوو په درلودو سره مو تر یو حده ستونزې حل کېدې، اوس له دغه نعمته هم بې‌برخې شوي یو.»

د کانتیوا ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی کریم‌الله هم ورته شکایت لري او له حکومته غواړي چې یاده ولسوالۍ نه یوازې له ټیليفوني او انټرنېټي خدمتونو برخمنه کړي، بلکې د ژوند نورو اساسي اړتیاوو ته هم پاملرنه وکړي.

هغه وویل: «زموږ ولسوالۍ نوې منظور شوې، یوازې د افغان‌بیسم شبکې په کې ټیلیفوني خدمتونه وړاندې کول چې له هغې هم بې‌برخې شولو، هیڅ ډول اسانتیاوې نه‌لرو، له سړکه نیولې تر روغتیا او پوهنې پورې.»

نوموړی وايي، په کار ده چې په ولسوالۍ کې یې د خلکو اړتیاوو او غوښتنو ته په پام بنسټیزې پروژې پلې شي، څو د خلکو شته ستونزې حل شي.

ورته وخت کې، د نورستان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رییس مولوي احمدخالد فاتح وايي چې کانتیوا ولسوالۍ ته یې د نړېدلې شبکې د ترمیم لپاره تخنیکي ټیم استولی او ډېر ژر به دا ستونزه حل شي.

نوموړي وویل: «پنځه ورځې وړاندې په کانتیوا ولسوالۍ کې د افغان‌بیسم مخابراتي شبکې نصب شوې پایه د سختو بادونو له امله چپه شوې ده او له فعالیته لوېدلې چې موږ یې د بېرته جوړېدو او فعالیدو لپاره هڅې پیل کړې دي.»

هغه زیاتوي، په کانتیوا ولسوالۍ کې به د اړتیا سره سم د سلام مخابراتي شبکې خدمتونه هم ژر پیل شي.

د نوموړي په وینا، اوس د نورستان ولایت نږدې ۸۰ سلنه خاوره د مخابراتي پوښښ لاندې ده او تمه شته په نږدې راتلونکي کې د دغه ولایت په ټولو سیمو کې ټیلیفوني او انټرنېټي خدمتونه برابر شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.