ښرنه (پژواک، ۳۰ مرغومی ۱۴۰۳): د پکتیکا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رياست وايي چې د دغه ولایت د ۲۴ ولسوالیو له ډلې د درېیو ولسوالیو اوسېدونکي یې مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.
د مسوولينو په وينا، واک ته د اسلامي امارت له رسېدو مخکې د پکتيکا يوازې په لسو ولسواليو کې مخابراتي خدمتونه په محدودو سيمو کې وړاندې کېدل خو اوس یې کچه ۲۱ ولسوالیو ته لوړه شوې ده.
د پکتيکا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریيس مولوي محمدانور قيام پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت د نعمتاباد، چهاربران او ګومل ولسوالیو خلک تر اوسه هېڅ ډول مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.
خو دی وايي چې د روان کال په اوږدو کې د مرکز ښرنې په ګډون په بېلابېلو ولسواليو کې د سلام مخابراتي شرکت او خصوصي کمپنيو ۱۴ نوي سايټونه فعال شوي چې ورسره ډېرو خلکو مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی پيدا کړی دی.
نوموړي وويل: «واک ته د اسلامي امارت له راتګ سره د پکتيکا ۱۴ ولسواليو کې هېڅ مخابراتي خدمتونه نه وو، خو موږ د خصوصي کمپنيو او سلام مخابراتي شرکت په مرسته توانيدلي يو چې ۲۱ ولسوالۍ تر پوښښ لاندې راولو.»
بل لورته، د دغه ولایت د ځینو سیمو اوسېدونکي هم شکایت کوي چې مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.
د ګومل يوه اوسېدونکي نور احمد پژواک ته وويل چې د دوی په ولسوالۍ کې هېڅ مخابراتي شبکه فعاليت نه کوي.
هغه دغه راز زياتوي چې د مخابراتي خدمتونو نشتون له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
دی زیاتوي: «زموږ ولسوالۍ کې هېڅ مخابراتي شبکه نشته که په ځينو سيمو کې کار هم وکړي هغه ډېرې لوړې سيمې دي نو موږ له ډېرو ستونزو سره مخ يو.»
دغه راز، د نعمتاباد ولسوالۍ يوه اوسېدونکي سميعالله هم وويل چې په ولسوالۍ یې مخابراتي شبکې فعالیت نه کوي.
هغه له مسولينو غوښتنه وکړه چې يادې ستونزې ته رسېدنه وکړي.
خو بل لورته مسوولین بیا وایي، دوی هڅه کوي چې په نږدې راتلونکي کې د دغه ولایت ۹۵ سلنه سیمې تر مخابراتي پوښښ لاندې راولي څو په دې برخه کې د خلکو ستونزې هوارې شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP