Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
یوه باوري سرچینه وایي چې د سالنګ لویې لارې بندولو پرېکړه ځنډول شوې او دغه مسیر به تر بلې خبرتیا د باروړونکو او مسافر وړونکو موټرو پر مخ پرانیستې وي.
پاکستاني چارواکي وايي، تېره شپه بلوچستان کې ناپېژانده وسلهوالو له دوو مسافروړونکو موټرو نهه مسافر تښتولي او وژلي یې دي.
ننګرهار کې مسوولین وايي چې د پاکستاني لوري له خوا تورخم دروازه نن د دویمې ورځې لپاره هم د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې چې له امله یې مسافر او ناروغان له ستونزو سره مخ دي.
د کابل – شمال لویې لارې مسافر او موټرچلوونکي شکایت کوي چې د بغلان د دوشي ولسوالۍ په مربوطاتو کې د سېلابونو له امله د سړک ډېرې برخې خرابې شوې چې دوی یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
سرچینې د کابل – غور لویې لارې له پرانیستل کېدو او د جوزجان اقچې ولسوالۍ په کوهستاناتو کې په واروه کې د ایسار شوو ۱۳ مسافرو له ژغورل کېدو خبر ورکوي.
د سالنګ لویې لارې د څار او ساتنې ادارې مسوولین وايي، په تونل کې دننه ځینې ساختماني چارې روانې دي چې له امله به يې دغه لار څو ورځې نور هم تړلې وي.
د اروزګان – کندهار ترمنځ پر لویه لار یو شمېر تلونکي مسافر او موټرچلوونکي وایي چې د دې لارې د یوې برخې رغنیزې چارې دې ګړندۍ شي خو سیمهییز مسوولین ډاډ ورکوي چې ژر به دغه چارې بشپړې شي.
د پارون- اسعداباد ترمنځ لارې سپرلي وايي، د تېلو بيو له ټيټېدو سره سره لا هم د موټرو کرايې هماغسې لوړې دي او اړوند مسوولین یې باید کنټرول کړي.
د غور- کابل پر لویهلار یو شمېر ایسار مسافر وايي، له تېرې شپې راهیسې د واورې ورېدو او سخت توپان له امله په بکک کوتل کې بند پاتې دي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
د غور ځايي مسوولین وايي، د غور – کابل پر لویه لار په واوره کې بند پاتې شاوخوا ۵۰ مسافر ژغورل شوي خو دغه لار اوس هم د ترافیکو پر مخ تړلې ده.
په غور کې سیمهییزې سرچینې وايي، په دغه ولایت کې د واورې سخت ورښت له امله د غور – کابل لویه لار د مسافرو پرمخ تړل شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP