Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د بادغیس د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په دغه ولایت کې د لومړني موزیم له پرانیستلو خبر ورکوي او وايي، په دغه موزیم کې ۲۴۰ قلمه تاریخي او لرغوني اثار نندارې ته اېښودل شوي دي.
د بدخشان ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت ټول اثار یوې بېلې ځانګړې ودانۍ ته لېږدول شوي او په ځانګړو ویترینونو کې په ښه توګه ساتل کېږي.
د پکتیا یو شمېر فرهنګیان وايي چې د دغه ولایت موزیم معیاري ودانۍ نه لري او هلته ساتل کېدونکي ارزښتمن لرغوني اثار خوندي نه دي.
د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رياست وايي، د دغه ولایت د موزیم د تاریخي اثارو لیدو ته هره ورځ لسګونه کسان ورځي چې د پخوا په پرتله یې شمېر ۵۰ سلنه ډېر شوی دی.
د هرات موزیم مسوولین وایي، یوه انتیک پلورونکي ۳۷۵ تاریخي او لرغوني اثار دغه موزیم ته سپارلي دي.
چارواکي وايي، د غزني موزیم د یو شمېر هغو تاریخي اثارو رغونه یې پیل کړې چې د وخت په تېرېدو زیانمن شوي وو.
د کندهار د اطلاعات او فرهنګ ریاست مسوولین وایي، د کندهار موزیم چې د هېواد له بډایه موزیمونو دی، د شپږو لرغونو دورو ۳زره قلمه تاریخي اثار په کې په ډېره ښه توګه ساتل شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP