ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بدخشان مسوولین: خلک دې په خپلو کورونو کې شته لرغوني اثار موزیم ته وسپاري

د بدخشان مسوولین: خلک دې په خپلو کورونو کې شته لرغوني اثار موزیم ته وسپاري

author avatar
11 Apr 2024 - 10:36
د بدخشان مسوولین: خلک دې په خپلو کورونو کې شته لرغوني اثار موزیم ته وسپاري
author avatar
11 Apr 2024 - 10:36

فیض‌اباد‌ (پژواک، ۲۳ وری ۱۴۰۳): د بدخشان ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت ټول اثار یوې بېلې  ځانګړې ودانۍ ته لېږدول شوي او په ځانګړو ویترینونو کې په ښه توګه ساتل کېږي.

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس انجنیر ذبیح‌الله امیري پژواک ته وویل، د دغه ولایت ځایي موزیم له نن څخه ۱۷ کاله مخکې جوړ شوی او په کې کم اثار د ګرځندویانو او لیدونکو له نظره لرې وو.

خو هغه د جزییات له ورکولو پرته وویل، شاوخوا دوه میاشتې مخکې د دغه ‎موزیم اثار یوې بېلې او خوندي ودانۍ ته لېږدول شوي چې په ځانګړو ویترینونو کې ساتل کېږي او د تېر نظام په پرتله د اثارو په شمېر کې پام ډېروالی راغلی او دغه راز په هره میاشت کې له دغه موزیمه له ۱۰۰ ډېر کسان لیدنه کوي.

هغه وویل چې دمګړۍ دغه موزیم کې ۶۵ بېلابېل لرغوني او فرهنګي اثار ساتل کېږي په داسې حال کې چې د اسلامي امارت له واکمنېدو مخکې په یاد موزیم کې یوازې اته قلمه اثار ساتل کېدل.

نوموړي زیاته کړه چې د بدخشان ځایي موزیم کې شته اثار د موزیمونو د اصولو له مخې په ځانګړو ویترینونو کې تنظیم شوي او له هغو په ښه ډول ساتنه کیږي، ډېر لرغوني اثار خلکو راوړي او یو شمېر اثار د امنیتي مسوولینو له خوا کشف او اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته تسلیم کړای شوي دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ رییس وویل چې دغه ریاست با ارزښته تاریخي او فرهنګي اثار د ګرځندویانو او لیدونکو نندارې ته ایښي او له هغو ساتنه کوي.

نوموړی زیاتوي چې په رسمي وختونو کې موزیم د خلکو پرمخ پرانیستی وي او د دغه موزیم د لا بډاېنې په موخه له خلکو غواړي، که په کورونو کې تاریخي لرغوني او فرهنګي اثار لري، دغه ریاست ته یې وسپاري او په خپلو نومونو یې دې په ملي موزیم کې ثبت کړي، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست به له اهدا شوو اثارو ساتنه وکړي.

حاجي عبدالصمد چې له خپلو ملګرو سره دغه موزیم ته راغلی و، ویې ویل چې دغه موزیم کې یې ډېر تاریخي او فرهنګي اثار ولیدل چې د اسلامي تمدن او معاصرې دورې د دود او فرهنګ ښکارندوي کوي او د دې ترڅنګ به دا موزیم د داخلي او بهرني ګرځندویانو د جلبولو لپاره غوره ځای وي.

هغه له مسوولینو وغوښتل چې د دغه موزیم اثار دې ډېر کړي او د لیدونکو نندارې ته یې دې کېږدي.

دا په داسې حال کې ده چې د بدخشان فیض‌اباد ښار شپږمه ناحیه کې «د فروغ دښتې د شهیدانو منار» په نوم یو بل موزیم هم شته چې په کې د بدخشان د شهیدانو اثار چې د وخت د کمونیستي رژیم جنایاتونه نورو نسلونو ته لېږدوي، نندارې ته وړاندې شوي دي.

په یاد موزیم کې اولچکونه، زولنې، اغزن سیمان چې د شهیدانو په لاسونو تړل شوي وو، ساتل کېږي.

Views: 17

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.