میدان وردګو کې د جمناستیک ملي لوبډلې ته د غوراوي سیالۍ پیل شوې
په میدان وردګو ولایت کې نن د المپيک ملي کمېټې له خوا د هېواد په کچه د ۱۶ ولایتونو ترمنځ د جمناستیک ملي لوبډلې ته د غوراوي درې ورځنۍ سیالۍ پیل شوې.
په میدان وردګو ولایت کې نن د المپيک ملي کمېټې له خوا د هېواد په کچه د ۱۶ ولایتونو ترمنځ د جمناستیک ملي لوبډلې ته د غوراوي درې ورځنۍ سیالۍ پیل شوې.
د میدان وردګو د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د څښاک پاکو اوبو رسولو یوه شبکه جوړېږي.
د ميدان وردګو مسوولین وايي، د دغه ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د ناچاودو توکو د چاودنې له امله دوه ماشومان ټپيان شوي دي.
میدانښار (پژواک، ۳ سلواغه ۱۴۰۱): د میدان وردګو د عامې روغتیا رییس وايي، په دغه ولایت کې د روږدو لپاره د درملنې ترڅنګ د اسلام له نظره د نشهيي توکو حراموالي او زیانونو په اړه د پوهاوي زمینه هم برابره…
د میدان وردګو یو شمېر هټۍوال وايي، حکومت دې ورته د مېوو او سبزیو ځانګړی مارکېټ جوړ کړي.
د میدان وردګو ولایت په مربوطاتو کې، د کابل- غزني لويېلارې په اوږدو کې پرون د ترافيکي پېښې له امله یوې ښځې او یوه نارینه ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپيان شوي دي.
په میدان وردګو کې د ورزش آمریت له خوا د حکومتي ادارو ترمنځ دوه اونۍ وړاندې پیل شوې د والیبال سیالۍ د دغه ولایت د ورزش آمریت لوبډلې په بري سره پای ته ورسېدې.
د میدان وردګو ولایت له مرکزه شاوخوا ۱۰۰کیلومتره لرې د دایمیرداد ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، د دوی په سیمه کې د مخابراتي شبکو فعالیت ډېر کمزوری دی.
د ميدان وردګو په چک ولسوالۍ کې د سویډن کمېتې له خوا د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام په مالي ملاتړ د ۱۸ میلیونه افغانيو په ارزښت د اوبو رسونې دوه شبکې او د ۶۷۵ متره استنادي دېوال د رغولو چارې بشپړې شوې.
د میدان وردګو د سیداباد ولسوالۍ اړوند په دښت ټوپ سیمه کې نن له غرمې وروسته د دوو موټرونو د ټکر له امله شپږ کسان ټپيان شوي دي.
د میدان وردګو په مرکز میدانښار کې د سویډن کمېټې په مالي لګښت، یوه لومړني ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه.
ميدان ښار (پژواک، ۱۲ لیندۍ ۱۴۰۱): په ميدان وردګو کې له ۳۴۰۰ اړو کورنيو سره د خوراکي توکو او نغدو پيسو مرسته وشوه. د دغه ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست پژواک ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ویلي، نن…
د میدان وردګو په چک ولسوالۍ کې یوه ملي سوداګر په خپل شخصي لګښت یو جامع جومات جوړ کړی دی.
میدانښار (پژواک، ۵ لېندۍ ۱۴۰۱): د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ د «مسجد درې» اوسېدونکي وایي، دغې درې ته غځېدلې لاره خرابه ده او دوی نشي کولای په اسانه پرې تګ راتګ وکړي. یاده دره چې له مرکز څخه…
د کابل- کندهار پر لویه لار د میدان وردګو ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله ۶ کسان ټپیان شوي چې د درېیو روغتیايي وضعیت اندېښمنوونکی ښودل شوی دی.
د ميدان وردګو مسوولین وايي چې د دوو موټرو د ټکر په پېښه کې ۱۱ تنه ژوبل شوي دي.
په بغلان، لوګر، اروزګان او میدان وردګو ولایتونو کې نن له ۱۴زره ۹۱۴ اړو کورنیو سره د خوراکي توکو، نغدو پیسو او ګرمو جامو مرسته وشوه.
د میدان وردګو په مرکز میدان ښار کې نن د دغه ولایت د اتو کلپونو ترمنځ د غوره سوکوهنې سيالۍ ترسره شوې.
د میدان وردګو ولایت امنیې قومانداني وايي، وړمه ورځ يې د دغه ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د نشهيي توکو د تولید یوه لویه کارخونه کشف او له منځه وړې ده.
میدانښار (پژواک، ۲۲ تله ۱۴۰۱): د ترکيې د نړیوالو بشري مرستو بنسټ(IHH) له خوا د کلي خیریت بنسټ او افغاني سرې میاشتې په همغږۍ نن په میدان وردګو کې له ۶۰۰ یتیمانو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه. د کلي…
د میدان وردګو د پوهنې ریاست وايي، نن د دغه ولایت پر ټولو ښوونځيو له ۷۰۰زره ډېر کتابونه او قرطاسيې ووېشل شول.
د میدان وردګو د کرنې ریاست وايي، سږ به په دغه ولایت کې د مڼو حاصلات ۱۴۰زره ټنو ته ورسېږي، په داسې حال کې چې تېر کال ۹۲زره ټنه و.
د میدان وردګو د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي، د دغه ولایت په دایمیرداد ولسوالۍ کې نن د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO ) د ۴۸ زره امریکايي ډالرو په ارزښت لس عامالمنفعه پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د میدان وردګو د چک ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي چې د دوی په سیمو کې د مخابراتي شبکو فعالیت کمزوری دی.