ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د میدان وردګو ځیني هټۍوال د مېوو او سبزیو لپاره د ځانګړي مارکېټ جوړېدو غوښتنه کوي

د میدان وردګو ځیني هټۍوال د مېوو او سبزیو لپاره د ځانګړي مارکېټ جوړېدو غوښتنه کوي

author avatar
19 Jan 2023 - 14:54
د میدان وردګو ځیني هټۍوال د مېوو او سبزیو لپاره د ځانګړي مارکېټ جوړېدو غوښتنه کوي
author avatar
19 Jan 2023 - 14:54

میدان‌ښار (پژواک، ۲۹ مرغومی ۱۴۰۱): د میدان وردګو یو شمېر هټۍوال وايي، حکومت دې ورته د مېوو او سبزیو ځانګړی مارکېټ جوړ کړي.

دوی وايي، اوس په ټول ولایت کې د مېوو او سبزیو لپاره ځانګړی مارکېټ نشته چې د کروندګرو د محصولاتو پر پېر او پلور یې هم منفي اغېزه کړې ده.

اغاګل خاکسار چې د یاد ولایت په مرکز ميدان‌ښار کې د سبزیو هټۍ لري، پژواک خبري اژانس ته وویل: «دا غټه ستونزه ده چې د سبزیو او مېوو لپاره مشخص ځای نه لرو، له حکومته مو هیله دا ده چې موږ ته ځانګړی مارکېټ جوړ کړي.»

په میدان‌ښار کې یو بل هټۍوال میراجان وايي، په میدان وردګ ولایت کې هر ډول تازه مېوې او سبزي شته، خو معیاري او منظم مارکېټ نه لري؛ نو له همدې امله کروندګر خپل حاصلات نورو ولایتونو ته وړي او په ټيټه بیه يې پلوري.

ده وویل: «د میدان وردګو مېوې په ځانګړې توګه مڼې او نور محصولات ځانګړی شهرت لري، خو بیا هم په ټول ولایت کې یو معیاري مارکېټ نشته چې د نورو ولایتونو سوداګر راشي او هلته خرید وکړي.»

هغه وايي، همدا اوس په یاد ولایت کې هوا ډېره سړه شوې او ډېری سبزۍ یخ وهلې او په وینا يې، که هلته معیاري مارکېټ وای نو د یخ مخه نیول کېدای شوای.

د مندوزي په نوم یو بل هټۍوال وايي: «زموږ د خلکو په ځانګړې توګه بزګرانو او بڼوالو اقتصادي وضعیت خراب دی، خو کله چې محصولات کابل یا نورو ولایتونو ته د خرڅلاو لپاره یوسي، هلته يې د مجبوریت له مخې په ډېره ټيټه بیه پلوري.»

هغه هم له حکومته غواړي چې په میدان وردګو کې دې د سبزیو او مېوو یو داسې معیاري مارکېټ جوړ کړي چې له نورو ولایتونو او آن بهرنیو هېوادونو د مېوو او سبزیو سوداګر ورشي.

بلخوا، د یاد ولایت ښاروالي وايي چې د مېوو او سبزیو لپاره ځانګړی مارکېټ شته خو اوس غیرفعال دی.

د میدان وردګو د ښاروالۍ د سکتوري او تخنيکي څانګې مدیر انجنیر میرآغا شهیر پژواک ته وویل، دوی په ولایت کې د مېوو او سبزیو لپاره د مارکېټ لپاره ودانۍ لري، خو تر اوسه غیرفعال دی او په راتلونکي کې پلان لري چې دغه مارکېټ فعال شي.

د یادونې ده، د میدان وردګو مېوې په ځانګړې توګه مڼې ډېرې مشهورې دي او هر کال د هېواد پر بېلابېلو سیمو سربېره بهرنیو هېوادونو ته هم صادرېږي.

Visits: 53

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.