Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د میدان وردګو امنيتي مسوولین وايي، په دغه ولايت کې يې د غیرمسوول وسلهوال عليپور يوه اندازه وسلې ترلاسه کړې او د نشهيي توکو د پلور په تور یې یو کس نیولی دی.
په میدان وردګو کې نن د خوړو او کرنې نړۍوال سازمان (FAO) په مالي ملاتړ د شپږ میلیون او ۳۰۰ زره افغانیو په لګښت، د لمپيسکین یا د څارویو د پوستکي ویروسي ناروغۍ ۹۹ زره ډوزه واکسین د تطبیق لړۍ پیل شوه.
د میدان وردګو په چک ولسوالۍ کې د والیبال ۴۰ ټیمونو ترمنځ سیالۍ پرون پای ته ورسېدې.
د میدان وردګو په دایمیرداد ولسوالۍ کې د یوه پاڼ لویېدو له امله یو ماشوم مړ شوی او بل ټپي دی.
په میدان وردګو ولایت کې د نړۍوال بانک په مالي ملاتړ د ۱۴ میلیون افغانیو په لګښت د کانالونو پاکولو چارې پيل شوې.
د میدان وردګو په سیداباد ولسوالۍ کې پرون د راکټ زړې مرمۍ چاودنې له امله د یوې کورنۍ دوه ماشومان وژل شوي دي.
د کابل- هرات پر لويهلار د میدان وردګو ولایت په مربوطاتو کې نن له غرمې وروسته د ترافيکي پېښې له امله ۱۵ کسان ټپيان شوي دي.
د میدان وردګو ولایت د پوهنې ریاست له خوا نن له ۱۰۱۷ کسانو څخه د دوولسم ټولګي د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
په میدان وردګو ولایت کې نن د المپيک ملي کمېټې له خوا د هېواد په کچه د ۱۶ ولایتونو ترمنځ د جمناستیک ملي لوبډلې ته د غوراوي درې ورځنۍ سیالۍ پیل شوې.
د میدان وردګو د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د څښاک پاکو اوبو رسولو یوه شبکه جوړېږي.
د ميدان وردګو مسوولین وايي، د دغه ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د ناچاودو توکو د چاودنې له امله دوه ماشومان ټپيان شوي دي.
میدانښار (پژواک، ۳ سلواغه ۱۴۰۱): د میدان وردګو د عامې روغتیا رییس وايي، په دغه ولایت کې د روږدو لپاره د درملنې ترڅنګ د اسلام
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP