Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د کونړ ولایتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په اوو ولسوالیو کې د ماین پاکۍ یوې موسسې په تېر یوه کال کې نږدې لس میلیون مترمربع ځمکه له ماینونو او ناچاودو توکو پاکه کړې ده.
د ملګرو ملتونو له ماشومانو څخه د ملاتړ صندوق اعلان کړی چې په روان زېږدیز کال په افغانستان کې درې میلیون او ۶۰۰ زره کسانو ته د ناچاودو توکو د خطرونو په اړه پوهاوی ورکوي.
افغانستان کې تېر کال د ناچاودو توکو د ۲۵۲ چاودنو له امله ۴۹۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او اوس هم د هېواد په کچه په داسې حال کې پر ۱۱۹۹ کیلومتره مربع ځمکه د ماینونو ګواښونه شته چې تېر کال نږدې ۳۵زره ماینونه او ناچاودي توکي له منځه وړل شوي دي.
د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د ماینونو د خطر په اړه عامه پوهاوي نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي، په افغانستان کې هر کال د ماینونو او ناچاودو توکو د چاودنو له امله سلګونه کسان قرباني کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP