Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
نیمروز ولایت کې ځايي سرچینې د نږدې ۱۲ ټنه جامد او مایع نشهيي او ۳۲ ټنه تاریختېر خوراکي توکو او بېکیفیته درملو له سوځولو خبر ورکوي او وايي چې د نشهیي توکو د قاچاق په تړاو ۶۹ کسان هم نیول شوي دي.
د خوست امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت له بېلابېلو سیمو ترلاسه شوي سلګونه کیلوګرامه نشهيي توکي نن د عامو خلکو او چارواکو په حضور کې وسوځول شول.
د لوګر امنیه قومانداني وايي چې امنیتي ځواکونو د دغه ولایت مرکز پلعلم او ولسوالیو کې د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې اته ټنه نشهيي توکي نیولي وو چې نن وسوځول شول.
د لوګر په مرکز پلعلم او ازرې ولسوالۍ کې یو شمېر وسلې او نشهيي توکي کشف او ترلاسه شوي دي.
د ننګرهار په سپینغر ولسوالۍ کې ۹۶ کیلوګرامه نشهيي توکي کشف او ترلاسه شوي او په تړاو یې لس کسان هم نیول شوي دي.
ننګرهار کې امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په دوربابا ولسوالۍ کې ۹۲ کیلوګرامه نشهيي توکي کشف او ترلاسه شوي او په تړاو یې څلور کسان هم نیول شوي دي.
د ننګرهار ولايت په دوربابا ولسوالۍ کې سرحدي ځواکونو د ۶۶ کیلوګرامه نشهيي توکو د قاچاق مخه نیولې او په تړاو یې اووه کسان هم نیول شوي دي.
د فراه امنیه قومانداني وايي چې په دغه ولایت کې ۹۳ جریب د کوکنارو کښت او ۱۶۸۱ کیلوګرامه نشهيي توکي له منځه وړل شوي دي.
د ننګرهار ولايت په دوربابا ولسوالۍ کې ۲۲۹ کیلوګرامه چرس کشف او ترلاسه شوي او په تړاو یې نهه کسان هم نیول شوي دي.
د فراه امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په بکواه ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال ۲۳۹ کیلوګرامه نشهيي توکي کشف او ترلاسه شوي دي.
د فراه امنیه قومانداني وايي چې په بکوا ولسوالۍ کې ۳۶۰۰ کیلوګرامه بېلابېل نشهيي توکي کشف او له منځه وړل شوي دي.
د پکتيا امنيه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په ځاځي اریوب ولسوالۍ په یوه موټر کې بار ۵۰ کیلوګرامه نشهيي توکي کشف او ترلاسه شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP