Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د ننګرهار امنيه قومانداني وايي، جلالاباد ښار کې يې د سوالګرو د مخنيوي په موخه کمپاين ترسره کړی چې پر مهال يې ۱۰۴ سوالګر ماشومان راټول کړي او د مرستو په موخه يې اړوندو ادارو ته ورپېژندلي دي.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست له لوري په جلالاباد ښار او ولسواليو کې د نيالګيو اېښودو پسرلنی کمپاين پيل شو چې په ترڅ کې به یې درې میلیونه او ۸۵۱ زره نیالګي کېښودل شي.
د ننګرهار مرستيال والي وايي، په دغه ولايت کې د صنعت او سوداګرۍ پراختيا لپاره هڅې ګړندۍ شوې او سوداګرو ته د صنعتي فابریکو جوړولو لپاره ۲۰ زره جریب ځمکه ورکول کېږي.
د ننګرهار امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په سرهرود ولسوالۍ کې يې يو کس د خپل ورور د وژلو په تړاو نيولی دی.
د ننګرهار ولایت په خوږياڼو ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ پنځه کلنه دښمني د قومي مشرانو او دیني عالمانو په منځګړيتوب پای ته ورسېده.
د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، په تېرو لسو مياشتو کې د دغه ولايت د مرکز جلالاباد ښار او شاوخوا سیمو کې د اورلګېدنې ۶۳ پېښې شوې دي.
د ننګرهار کرنې رياست مسوولین وايي، د دغه ولايت په شپږو ولسواليو کې کې د «موتيا» په نوم د عطري ګلانو د فارمونو جوړېدو چارې پيل شوې.
د ننګرهار ولايت مرکز جلالاباد ښار کې د ۱۴ ميليون افغانيو په لګښت د يوه سړک د جوړېدو چارې پيل شوې.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وايي، د «اتفاق نوین» په نوم یوې نوې خصوصي اېفاېم راډيو په دغه ولایت کې خپلې ازمايښتي خپرونې پیل کړې دي.
د ننګرهار ولايت امنيتي چارواکي وايي، روان کال يې له مرکز جلالاباد او ځينو ولسواليو څخه ۲۳۲۹ سوالګر راټول او د مرستو لپاره يې ثبت او بایومتریک کړي دي.
د ننګرهار ولايت يو شمېر اوسېدونکي وايي چې په دې وروستيو کې د مخابراتي شبکو خدمتونه ټکني شوي؛ خو مسوولین وایي چې د دې ستونزې د حل لپاره يې د نوو سايټونو په جوړولو کار پيل کړی دی.
د ننګرهار ولايت اچین ولسوالۍ کې د دوو دښمنو کورنيو ترمنځ د قومي منځګړیتوب له لارې روغه وشوه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP