Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د ننګرهار کانال رياست مسوولین وايي، د مالدارۍ فارم کې د څارويو ډېروالی او هغو ته پر وخت د درملو او خوړو رسېدو له امله به سږ کال ۲۱۶ زره لېتره شیدې تولید شي.
د ننګرهار ولايت د پوهنې رياست وايي، بټيکوټ ولسوالۍ کې يې د ۱۰۰ زره ډالرو په لګښت يوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه کړې ده.
د ننګرهار د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست وایي، د دغه ولایت په دوربابا او هسکه مېنه ولسوالیو کې یې له ۲۴۰۹ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کړې ده.
د ننګرهار امنيتي مسوولين وايي، د وسلهوالو غلو هغه ۱۸ کسیزه ډله یې نیولې چې له پوځي یونیفورم په ګټې اخیستو به یې خلک لوټل.
د ننګرهار د کرنې رياست وایي چې سږ کال په دغه ولایت کې ځمکني توت ډېر کرل شوي او حاصلات یې لږ تر لږه تر ۳۱۰ ټنو پورې اټکل شوپ دي.
د ننګرهار امنيتي مسوولين وايي، د دغه ولايت په بټيکوټ ولسوالۍ کې يوه ځوان ځانوژنه کړې ده.
د ننګرهار په خوږياڼو او هسکې مېنې ولسواليو کې د څلورو کورنیو ترمنځ شخړو کې پنځه کسان ټپيان شوي دي.
د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت نازيانو ولسوالۍ کې د يوه پخواني ماين چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي دي.
د ننګرهار امنیه قومانداني وايي، په دغه ولایت کې د یوې ښځې د ځانوژنې په بدل کې بله ښځه د خسرګنۍ له لوري وژل شوې ده.
د ننګرهار د بدني روزنې او ورزش رياست له خوا د واليبال رمضان جام شپنۍ سيالۍ پيل شوې.
د ننګرهار امنیه قومانداني وايي، د دغه ولايت ګوشتې ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ نښته کې څلورو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار ولايت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست له لوري د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو ادارې د ۷۰۳ میلیون افغانیو په لګښت ۵۲۱ بېلابېلې پروژې بشپړې شوې دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن