Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د ننګرهار کرنې او مالدارۍ رياست وایي، د دغه ولایت په کوز کونړ ولسوالۍ کې يې پر ۶۰ هکټاره ځمکه د بېرو مصنوعي ځنګل جوړ کړی چې حاصل ته نږدې شوی دی.
د ننګرهار امنيه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په خوږياڼو ولسوالي کې يې پاکستان ته د لسګونو څارويو د قاچاق مخه نيولې او ورسره په تړاو پنځه کسان هم نيول شوي دي.
د ننګرهار کانال رياست له لوري د خصوصي قراردادي شرکتونو په ۲۵ ميليونه افغانيو لګښت دوې رغنيزې پروژې پلې کېږي.
کرکټ بورډ د کورني کرکټ د ودې په موخه په ننګرهار ولایت کې د فرسټ کلاس اووم پړاو لوبې پيل کړې.
ننګرهار کې مسوولین وايي چې د دغه ولایت په حصارک ولسوالۍ کې د تېرې ورځې باران او سېلابونو ۴۰۰ جريب فصلونه، استنادي دېوالونه، ویالې او سربندونه زیانمن کړي دي.
د ننګرهار ولايت د کرنې او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې د يو سوداګر په ۳۰ ميليون افغانۍ پانګونه د چرګوړو او هګيو د تولید يو فارم جوړ شو.
د ننګرهار په لعلپورې ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ د قومي مشرانو په منځګړتوب ۱۵ کلنه دښمني پای ته ورسېده.
د ننګرهار امنیې قوماندانۍ له لوري یو ځل بیا په جلالاباد ښار کې د درملنې په موخه پر نشهيي توکو د روږدو د راټولولو کمپاين پيل شو.
په ننګرهار ولایت کې د پوهنې وزارت د اسلامي زدهکړو معینیت تر چتر لاندې د ښوونکو د مسلکي پراختيا ادارې فعالیت پيل کړ.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د روانې میلادي میاشتې (سپټمبر) په ۱۶مه د احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس کرکټ سیالۍ په ننګرهار کې پیلېږي.
د ننګرهار امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت د سرهرود ولسوالۍ اړوند په رینګروډ سیمه کې د ترافيکي پېښې له امله د درېیو ښځو په ګډون پنځه کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.
د ننګرهار د کرنې رياست وايي چې له باغدارۍ سره د خلکو لېوالتیا ډېره شوې او یوازې سږ کال په دغه ولایت کې پر نږدې ۸۰۰ جريب ځمکه بېلابېل باغونه جوړ شوي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن